لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپينغر
په یوه تیاره، پاکه او پرته له
سپوږمۍ شپه کې په غیر مسلح سترګو تقریباً ۲۵۰۰ ستوري په آسمان کې لیدلی شو. د
دوربین یا تلسکوپ په مرسته کولی شو میلیونونه ستوري تشخیص کړو. زموږ د لمریز نظام
اړوند سیارو لکه زهرې او زحل پرته، پاتې ټول لرې پراته ستوري یا لمرونه یا په بل
عبارت ډېرې تودې ګازي ګلولې دي. دغه ګازي ګلولې په سطحه کې تر زرګونو درجه او په
دننه کې تر میلیونونو درجه تودوخه لري. ځینې یې زموږ د لمر په پرتله زرګونه ځله
ډېر تاوده دي او ځلیږي، خو ځینې یې بیا زموږ د لمر په پرتله ډېره کمه تودوخه او
ځلا لري. اما ټول ستوري یوه مشترکه نقطه لري هغه دا چې: په خپل مرکز کې هایدروجن
په هیلیوم اړوي او هستوي انرژي تولیدوي.د انرژي دغه پای نه لرونکې انرژي ستوري د
ډېر وخت لپاره ځلوي.
زموږ د لمر سونتوکي ۱۰ میلیارده
کاله عمر کوي. د ستوري په مرکز کې منځته راغلې انرژي بهر لیږدول کیږي او د ستوري
له سطحې په بېلابېلو شکلونو لکه د ایکسرې، رادیويي څپو، تودوخې، ذروي او نوري ډول
خپریږي. ځینې ستوري د خپل عمر په پای کې چوي او له منځه ځي. په دې صورت کې له دوی
څخه واړه او متکاثفې ګلولې پاتې کیږي چې ستورپوهنه کې ورته «سپینه لنډۍ»، «نیوتروني
ستوری» او یا «توره سمڅه» وايي. په دې توګه به زموږ لمر یو وخت په سپینهلنډۍ
واوړي.


نظرات
ارسال یک نظر