زموږ ګاونډي ستوري دومره لرې دي چې
د انسان عمر بنسه نه کوي تر څو د دوی حرکت نسبت یوه بل ته په سترګو وویني. داسې
برېښي چې دوی په آسمان کې کلک مېخ شوي یا ثابت دي، ځکه خو د متحرکو سیارو برخلاف
ثوابت ورته وايي. په اسمان کې نسبت یوه بل ته د دوی وضعیت تل ثابت شکلونه جوړوي چې
آسمانيانځور یا فلکيصورت ورته وايي. دغه آسماني انځورونه د لرغوني مصریانو،
بابلیانو او یونانیانو په وخت کې هم کټ مټ د نن په څېر ښکارېدل. زرګونه کلونه پخوا
زموږ پلرونو په ډېر دقت ورته کتل او د خدایانو، اتلانو او ځناورو نومونه یې پرې
اېښول. ډېري اسماني انځورونه لکه لړم (عقرب) یا زمری (اسد) خپله حکایت کوي چې ولې
په دې نوم نومول شوي، خو د ځینې نورو د شکل او د نوم اړیکه یې په اسانۍ نشو موندلی.
نن سبا 88 آسماني انځورونه پېژنو. له دغه اسماني
انځورونه ځینې یې ان له میلاده 5000 کاله مخکې د دجله او فرات سیندونو پر غاړه
پېژندل شوي وو؛ یو شمېر یې لرغونو یونانیانو وپېژندل او ور اضافه یې
کړل. د آسمان تر ټولو پخوانۍ او بشپړه تشریح چې د تاریخي نسخې په توګه د معاصر
انسان په واک کې ده له میلاده 2000 کاله مخکې دوران پورې اړه لري. د هغه مهال 43 آسماني انځورونو اوسني پېژندل شوي شکلونه درلودل. چینایانو،
سورپوستانو، مصریانو یا د جنوب سیند قومونو ستوري په بشپړ ډول د اروپایانو برخلاف
ګڼل او ډلبندي کول. په حقیقت کې دوی له اروپایانو څخه بېلې افسانې او خدایان لرل،
چې د شپې آسمان په ستورو کې به یې لټول او کتل. په دې اساس 88 نړیوال او
پېژندل شوي اسماني انځورونه چې نومونه یې تر ډېره لرغونو یونانیانو پرې اېښي، کېدی
شوی له ننني نومونو څخه یې متفاوت نومونه درلودي وی. هر آسماني انځور یو عربي یا
پښتو نوم، یو لاتین یا یوناني نوم او یو مخفف لري. مثلاً لیندۍ (قوس) آسماني انځور چې په لاتیني
ژبه سګیتاریوس (Sagittarius) ورته وايي په (sgr) مخفف ښودل
کیږي.
لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپینغر هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستارتریک، د ساینسفیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟ که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکهمرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

نظرات
ارسال یک نظر