سپوږمۍ، په کیهان
کې زموږ ګاونډۍ
سپوږمۍ له ځمکې څومره لرې ده؟
له ځمکې څخه د سپوږمۍ منځنی واټن 384400 کیلومتره دی. یعنې که له ځمکې څخه سپوږمۍ ته پياده تګ ممکن وی،
دغه واټن به مو په 11 کالو کې وهلی وی. په مترو کې دغه واټن په 5 میاشتو کې
او په یوه جیټ الوتکه کې یې په 20 ورځو کې وهلی شو. یوه فضاييبېړۍ دغه واټن
په څو ورځو کې او یوه نوري وړانګه یې په 1.3 ثانیو کې
وهي. ځکه خو وایو سپوږمۍ له ځمکې 1.3 نوري ثانیې لرې ده. دغه واټن موږ ته ډېر
اوږد دی، خو د کیهان د ابعادو په پرتله بیخي وړوکی واټن دی. زحل سیاره زموږ څخه یو
نوري ساعت واټن لري او تر ټولو لنډ ګاونډی ستوری زموږ څخه 4.3 نوري کاله
لرې پروت دی، تر ټولو چټکه الوتکه دغه واټن په لسګونه زره کلونو کې وهي.

نظرات
ارسال یک نظر