ولې د سپوږمۍ او ځمکې واټن بدلون
کوي؟
که چېرې سپوږمۍ په دایروي مسیر د
ځمکې شاوخوا حرکت کولی، نو د سپوږمۍ او ځمکې واټن به تل ثابت پاتې وی، سپوږمۍ په
بیضوي مسیر د ځمکې شاوخوا ګرځي. په بیضوي مسیر د حرکت پرمهال د ځمکې او سپوږمۍ
واټن تل بدلون کوي. سپوږمۍ د خپل مدار په هغه برخه کې چې ځمکې ته لنډ دی له ځمکې 356500 کیلومتره واټن لري، او د مدار په هغه برخه کې چې له ځمکې لرې دی
له ځمکې څخه 406700 کیلومتره واټن لري. له همدې وجهې د سپوږمۍ
اندازه د وخت په تېرېدو سره توپیر کوي. ځمکه او سپوږمۍ د دوهګونو سیارو په توګه
په کال کې یو ځل د لمر پر شاوخوا خپل دوراني حرکت بشپړوي. که یو فضامزلی له لرې
واټن څخه زموږ لمریز نظام وګوري، د لمر پر شاوخوا د سپوږمۍ د دوراني حرکت مسیر به
منکسر(ارې ته ورته) دایرې په توګه ورته وښکاري.

نظرات
ارسال یک نظر