سپوږمۍ تقریباً هره میاشت یو ځل د
ځمکې شاوخوا څرخي، چې دغه وخت ته «میاشت» هم وايي. اما دغه وخت پوره یوه میاشت نه
ده، یعنې د ځمکې شاوخوا د سپوږمۍ یو بشپړ دور 30 ورځې نه
بلکې 27.3 ورځې دوام کوي. دغه وخت ته «نجومي میاشت»
وايي. نجومي میاشت دقیقاً 27 ورځې، 7 ساعته، 43 دقیقې او 11.5 ثانیې کیږي. له دې سره سره، له یوې «نوې
میاشتې» تر بلې «نوې میاشتې» پورې 29.5 ورځې تیریږي، چې «قمري میاشت» ورته وايي.
ځمکه او سپوږمۍ په واقعیت کې یوځای د لمر شاوخوا تاویږي. نوې میاشت حالت تل هغه
مهال وي چې سپوږمۍ زموږ له نظره د لمر د وړانګې په مسیر واقع شي. له دې چې په یوه
میاشت کې لمر ظاهراً زموږ له نظره په اسمان کې خپل حرکت ته ادامه ورکوي. په دې
اساس سپوږمۍ له یوې نوې میاشتې تر بلې نوې میاشتې پورې په مدار کې د یوه دور د پورې
کېدو د وخت ترڅنګ دوو نورو ورځو ته هم اړتیا لري ترڅو خپل پخواني ځای کې چې نوې
میاشت بلل کیږي واقع شي.
قمري میاشت چې 29 ورځې ده په بیلابیلو کلیزو کې کاریږي په ځانګړي ډول مسلمانانو ته
ډېر ارزشت لري. قمري میاشت په مسلمان میشتو هېوادونو کې هغه مهال پیلیږي چې انسان
د سپوږمۍ تر ټولو نرۍ هلال (وږمۍ) د لمر له لویدو سره سم وویني. میلادي میاشتې د
قمري میاشتو برخلاف د سپوږمۍ په بیلابیلو شکلونو پورې اړه نه لري، ځکه دغه میاشتې
کله کله 30, 29, 28 یا 31 بشپړې ورځې
کیږي.
باید وویل شي چې لمریزې میاشتې هم
په ځینو هېوادونو لکه افغانستان او ایران کې کاریږي او رسمي کلیزې یې دي. د دغه
کلیزي لومړۍ شپږ میاشتې 31 ورځې، له تلې (میزان) میاشتې تر سلواغې(
دلو) میاشتې پورې هره میاشت 30 ورځې او کب (حوت) میاشت یې 29 ورځې وي. هر څلور کاله وروسته حوت میاشت یو ځل 30 ورځې کیږي چې دغه کال ته ستر کال یا کبیسه کال وايي. په دې اساس ویلی شو چې
قمري میاشتې له شمسي او میلادي میاشتو سره مطابقت نه کوي.

نظرات
ارسال یک نظر