ځمکه د خپلې جاذبه قوې په مرسته
سپوږمۍ ځان لور ته راکاږي. سپوږمۍ بې له دمې د ځمکې شاوخوا څرخي، که انسان وکولی
شي سپوږمۍ له حرکته ودروي په هغه صورت کې به سپوږمۍ د لنډ وخت لپاره ثابت ودري او
له څو شیبو وروسته به په ډېر سرعت (تعجیلي سرعت) د ځمکې خوا ته حرکت وکړي تر هغه
چې په ځمکه ولویږي. البته دا خبره ممکن نه ده. سپوږمۍ له هماغه پیله د ځمکې شاوخوا
په یوه ساعت کې په 3659 کیلومتره سرعت سره څرخیدله او لا څرخیږي. د
دغه حرکت له امله پر سپوږمۍ له مرکز څخه بهر لور ته د تېښتې یوه قوه عمل کوي، چې د
اندازې له اړخه دقیقاً د هغه جاذبه قوې په اندازه ده چې د ځمکې له لورې پر سپوږمۍ
عمل کوي تر څو ځانته یې را وکاږي. دغه دوې مخالفې قوې د یوه بل تاثیرات په متقابله
توګه خنثی کوي او په پایله کې سپوږمۍ تل پر خپل مدار پاتې کیږي، نه له مداره تښتي،
نه ځمکې ته جذبیږي. بیخي داسې لکه یو ماشوم چې یو وزن په تار وتړي او په تار تړلي
وزن ته په دوراني توګه حرکت ورکړي. د تېښتې قوه هڅه کوي ترڅو په تار تړلی وزن بهر
خواته وشړي. خو له دې چې ماشوم تار ټینګ نیولی، نو په حقیقت کې یې د تېښتې قوې
معادله قوه چې جاذبه قوه ورته ویلی شو، وارده کړې. دغه دوه یو د بل مخالفې قوې یو
بل له منځه وړي او په پایله کې وزن پر خپل مدار پاتې کیږي او تاویږي.
لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپینغر هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستارتریک، د ساینسفیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟ که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکهمرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

نظرات
ارسال یک نظر