د میاشتو دایره (دایره البروج) یا
په بل عبارت د لمر ظاهري مدار، د ځمکې د محور د میل له وجهې، د اسمان له فرضي
استوا سره زاویه جوړه کړې. په دې اساس د میاشتو دایرې او د اسمان فرضي استوا ترمنځ
د ټکر یا تقاطع دوې نقطې پرتې دي، چې یوې نقطې ته یې د پسرلني اعتدال نقطه او بله
ته یې د مني اعتدال نقطه وايي. داسې ښکاري چې لمر په کال کې یو ځل د میاشتو دایرې
پر شاوخوا تاویږي. لمر د دغه حرکت له امله د پسرلي په پیل کې په پسرلني اعتدال
نقطه کې او د مني په پيل کې کې د مني اعتدال نقطه کې واقع کیږي. د پسرلني اعتدال
نقطه په کب (حوت) اسماني انځور کې پرته ده. البته تل داسې نه ده. ځکه د ځمکې محور
تل په یوه حالت نه دی، بلکې زنګېدلی غوندې حرکت لري چې معمولاً تقدیمي (Precession) حرکت ورته
وايي. د ځمکې محور هر 26000 کاله وروسته یو ځل دغه زنګیدلی دایروي حرکت
ترسره کوي، چې په ترڅ کې یې د ځمکې محور بیلابیلو خواوو ته مخامخ کیږي یا په بل
عبارت ځمکې محور د قطب ستوري پرته نور بیلابیل ستوري په نښه کوي. زموږ او تاسې
اوسنی قطبي ستوری به تل زموږ قطبي ستوری نه وي. د پخوانیو مصریانو قطبي ستوری زموږ
له قطبي ستوري سره په بشپړ ډول توپیر درلود او بیخي بل ستوری و. ډېر لرې راتلونکي
کې ( په 14000 میلادي) کال کې به ویګا(Vega) ستوری د
ځمکې قطبي ستوری وي.
په هر حال زموږ د بحث موضوع ته د
تقدیمي حرکت (Precession) یو بل اثر هم مهم دی. د پسرلني اعتدال نقطه
تقریباً هر 26000 کاله ورسته یو ځل په بشپړ ډول د میاشتو
دایره باندې تاویږي او د میاشتو له مخې تیریږي. اوس دغه نقطه په کب (حوت) اسماني
انځور کې ده. 2500 کاله مخکې دغه نقطه په وري(حمل) میاشت کې یا
په وري (حمل) اسماني انځور کې وه. ځکه خو اوس هم کله کله د وري (حمل) نقطه ورته وايي.
تقریباً 600 کاله وروسته د پسرلني اعتدال نقطه سلواغې
(دلو) میاشتې یا اسماني انځور ته رسیږي او په 14000 میلادي کال
کې به د پسرلني اعتدال نقطه په وږي (سنبله) میاشت یا اسماني انځور کې وي. یعنې په
دې توګه په 14000 میلادي کال کې به پسرلی موسم او نوروز په وږي
(سنبله) میاشت کې لمانځو.

نظرات
ارسال یک نظر