میلیاردونه لرېپراته
ستوري
ستوري څه دي؟
که په یوه بېسپوږمیه او صافه شپه
کې آسمان ته وګورو، پرته له هیڅ وسیلي کولی شو 2400 ستوري ووینو
چې د شیدولار کهکشان په کې د تړانګې په شکل پروت دي. که د ځمکې خویندې سیارې له
پامه وغورځوو، دغه ټول ستوري په حقیقت کې له موږ څخه لرې پراته لمرونه دي، چې د
ثابت ستورو یا ثوابتو پنامه یادیږي. په اسمان کې د دغه نوراني ټکو د لیدو پرمهال
لومړی د دوی بېلابېلو روښنايۍ ته مو پام کیږي. ان «هیپارخوس» چې په (190-125 مخکې له میلاده) یې ژوند کاوه او د لرغوني یونان له ستورپوهانو
څخه و، په خپل وخت کې یې هغه ستوري چې په سترګو لیدل شوی، په شپږو ډلو وویشل.
لومړی ډله ستوري تر ټولو روښانه ستوري او شپږمه ډله ستوري تر ټولو کمنوره ستوري وو
چې په زحمت لیدل کېدل. اوس وخت کې چې د ساینسي میتود له برکته علم وده کړي، د
ستورو د روښنایۍ درجه په دقیق ډول د اندازې وړ ده. (قدر) د ستورو د ظاهري روښنايئ
اندازه ده. د 1 قدر لرونکو ستور روښنايي د 2 قدر لرونکو
ستورو په پرتله 2512 ځله ډېره ده. کیهان 7 , 8 ان 18 قدر لرونکي ستوري هم لري، چې یوازې یې په مسلح سترګو کولی شو
ووینو. د ډېر روښانه اسماني اجسامو قدر (صفر) یا ان منفي وي. مثلاً زهره سیاره (-4.5) قدر او بشپړه میاشت یا بدر (-12.55) قدر او لمر
(-26.7) قدر لري.
ثوابت له موږ دومره لرې دي چې ان
تصور یې نشو کولی. له دې چې ډېر لرې دي، نو له ځمکې څخه یې واټن په نوري کال
اندازه کوي. یو نوري کال هغه واټن دی چې نور یې پر خپل (300000 کیلومتر پر
ثانیه) سرعت سره په یوه کال کې وهي. یو نوري کال تقریبا (9.46053*1012) کیلومتره واټن دی. پراکسیما سنتوری(Proxima Centauri) موږ ته تر ټولو نیږدې ثابت ستوری دی چې زموږ څخه 4.3 کاله واټن لري. سپوږمۍ چې ځمکې ته تر ټولو لنډ آسماني جسم دی 1.3 ثانیې له ځمکې واټن لري. د اوس وخت تر ټولو چټکه او بې فضامزلي
فضاييبېړۍ که پراکسیما سنتوري ته سفر وکړي 70000 کاله وروسته
ورته رسیږي.
په کیهان کې داسې ستوري هم شته چې
زموږ له لمر څخه ډېر زیات روښانه دي یا ډېر زیات کم نوره دي. دغه ستوري چې هرڅومره
موږ ته لنډ او هرڅومره چې نوراني وي په هماغه کچه ځلانده او روښانه ښکاري. یعنې 1 قدر لرونکی،
وړوکی او لنډ ستوری تر 3 قدر لرونکي، ستر او لرې ستوري کم نوره وي.
که د تلسکوپ په مرسته اسمان ته وګورو کولی شو سلګونه زره ثوابت یا ثابت ستوري یا
ستوري ووینو. زموږ کهکشان چې د شیدولار کهکشان پنامه یادیږي تقریباً 200 میلیارده ثوابت لري او موږ له میلیاردونو ستورو خبر یو.

نظرات
ارسال یک نظر