د نوې میاشتې حالت کې د سپوږمۍ سیوری ممکن په ځمکه ولویږي. د ځمکني لیدونکي
له نظره په دغه حالت کې لمر د سپوږمۍ لخوا پتیږي او معمولاً وايي چې لمر نیول شوی
یا کسوف واقع شوی. که لمر په بشپړ ډول د سپوږمۍ تر شا پټ شي دغه حالت بشپړ لمر
نیونه نومیږي، چې معمولاً تر 7.5 دقیقو پورې دوام کوي. بالعکس
که سپوږمۍ د لمر یوه برخه پټه کړي په دې صورت کې ناقص لمر نیونه یا قسمي لمر نیونه
واقع کیږي. موږ پوهیږو چې سپوږمۍ په بیضوي مدار د ځمکې شاوخوا څرخي، یعنې کله یې
واټن ځمکې ته لنډ او کله یې واټن له ځمکې لرې وي. کله چې سپوږمۍ له ځمکې لرې وي،
نو د ځمکني لیدونکي له نظره سپوږمۍ له لمر څخه وړوکي ښکاري، نو په دې وخت کې که
سپوږمۍ د لمر مخ پت کړي لمر په بشپړ ډول نشي پټولی. په دې حالت کې ځمکنی لیدونکی د
سپوږمۍ د دایرې شاوخوا د لمر یوه روښانه کړۍ ویني. دغه ډول لمر نیونې ته حلقوي لمر
نیونه یا حلقوي کسوف وايي. د بشپړ لمر نیونې لیدل د طبیعت یو له نا اشنا ښایستونو
څخه دی، چې باید هیڅوک یې له لیدلو صرفنظر ونه کړي، ان که لیدل یې زحمت او مصرف
هم ولري. د بشپړ لمر نیونې پر مهال ورځ دفعتاً شپه کیږي. په آسمان کې ستوري ښکاري،
د لمر په څنګونو کې کولی شو د لمر بهرنۍ اتموسفیر، د لمر تاج او د لمر اور غورځونې
چې په اصطلاح کې د لمر ټیغ ورته وايي ووینو. تر هغه چې لمر په بشپړ ډول نیول شوی
یا تیاره شوی نه وي، باید له فلتر پرته لمر ته ونه ګورو. یعنې باید تیاره نوري
فلترونه وکاروو ترڅو د هغه نور مخه چې سترګو ته زیان رسوي ډب کړي. په افغانستان کې
د روان کال د چنګاښ په لومړۍ قسمي لمر نیونه وشوه.
من و ژاله سرمست محصل فزیک-نجوم پوهنتون (یل)، به نماینده ګی از انجمن نجوم افغان در مورد فعالیت های این انجمن در برنامه صبح بخیر تلویزیون ملی دعوت شده بودیم. حین قدم زدن در دهلیزهای رادیو تلویزیون یادم آمد که همین دیوارها، باری صدای پای هنرمندان شقیقه درشت و حنجره طلایی همچون احمدظاهر و ممثلین خوش سیما و قد بلند همچون فضل رحیم سیلی و رهبران عدالتپسند و وزیران کارکن ایشان را انعکاس داده و امروز صدای پای من را منعکس میکند. شانه هایم را زیر بار ګران احساس میکردم و سخت زیر تاثیر بودم. احساس میکردم کاری میکنم که اصلا از توان پوره نیست. چون همین سټیشن پنجاه سال قبل به فضا نشینان پیام های کِشت، محبت و خنده ممثلین را ارسال مینمود، درین روزها پیام های کُشت، نفرت و ګریه های مجروجین را ارسال مینماید. ما چقدر به عقب رفتیم... ما چقدر به عقب رفتیم

نظرات
ارسال یک نظر