د ځمکې شاوخوا د سپوږمۍ تاویدل
یوازې سمندرونه نه متاثره کوي او یوازې د جزر و مد باعث نه کیږي. قارې او د ځمکې
وچه برخه هم هر ورځ 50 سانتيمتره د سپوږمۍ له وجهې ښکته او پورته
کیږي. سپوږمۍ د ځمکې اتموسفیر کې هم د هوا د فشار په تړاو جزئي حرکتونه منځته
راولي. البته په اتموسفیر که د سپوږمۍ له وجهې دغه حرکتونه ډېر واړه دي او نشي
کولی د هوا حالاتو ته بدلون ورکړي. دغه ادعا چې وايي د سپوږمۍ په مرسته د هوا
دقیقه وړاندوینه کولی شو، منطقي او علمي نه ده. موږ لا هم کله کله اورو چې سپوږمۍ
بدر (سپوږمۍ) حالت ته روانه وي، هوا ډېر بدلون نه کوي او ثابته وي، کله چې سپوږمۍ
بدر (سپوږمۍ) حالت ته راشي هوا بدلونونه کوي، او یا د سپوږمۍ هلال (وږمۍ) پرمهال
ډېر بارانونه وریږي. د دغه خبرو غلط والی له دې معلومولی شو چې سپوږمۍ خو د ځمکې
پر مخ ټولو انسانانو ته یو شان ښکاري، یعنې سپوږمۍ په عین وخت کې ټولې ځمکې ته،
بدر (سپوږمۍ) یا هلال (وږمۍ) حالت ته ځي. په دې اساس د ځمکې په ټولو برخو کې باید
د هوا حالات یو شان وی، چې عملاً داسې نه ده. مثلاً په برلین، مادرید، نیویارک او
کابل کې په عین وخت کې سپوږمۍ بشپړه (بدر) یا هلال (وږمۍ) وي. په دغه صورت کې یعنې
په عین وخت کې ممکن په آلمان کې باران ووریږي، په هسپانیه کې لمر وي، په امریکا کې
په آسمانڅکو واوره ووریږي او د کابل دارالامان نیمهوریځ حالت تجربه کړي.
لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپینغر هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستارتریک، د ساینسفیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟ که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکهمرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

نظرات
ارسال یک نظر