اوسني عصر کې چې د فضايي سفرونه
عصر دی هر څوک د مریخ، زهرې او مشتري سیارو له نومونو سره اشنا دي. د دغه سیارو
نومونه د رومي خدایانو نومونه دي. تر ټولو نوراني ثابت ستوري (ثوابت) هم نومونه
لري. د ډېرو ستورو نومونه عربي ريښه لري، اما د ځینو یې په یوناني او لاتین (
لرغوني یوناني) ژبه کې رېښه لري. مثلاً د ښکاري یا جبار (Orion) آسماني
انځور د کيڼې اوږې ستوری د یدالجوزا پنامه یادیږي. دغه نوم شاید اروپایانو ته عجیب
وښکاري، ځکه په عربي ژبه دی او «د غوټ سړي لاس» معنی لري. د ښۍ اوږې ستوری چې نسبتاً
کم نوره دی «بلاتریکس» نومیږي. دغه لغت له لاتین ژبې راغلی او د «جګړهمارېښځې»
معنی لري. تر ټولو نوراني ثابت ستوری سیروس (Sirius) نومیږي.
سیروس کلمه له یوناني ژبې اخیستل شوې او ځلانده معنی لري.
یوازې ځلاندې ستوري نومونه لري. د
ستورو د نوم اېښودلو له دغه میتود سربیره، د ستورو د نوم اېښودلو بل پراخ میتود هم
شته دی. په دغه میتود کې د یوناني الفبا تورو څخه کار اخلي. د یوه اسماني انځور تر
ټولو نوراني ستوری د الفا (α) پنامه، دویم درجه نوراني ستوری د بیتا (β)
پنامه، درېیم درجه نوراني ستوری د ګاما (
د ستر ییږ (دُب اکبر) آسماني انځور
تر ټولو روښانه ستوري ته الفا وايي، دویم روښانه ستوري (Murzim) ته بیتا
وايي؛ اما په ځینو آسماني انځورونو کې د تاریخي دلایلو له وجهې نوراني ستوري په
الفا نه نوموي. مثلاً د ښکاري اسماني انځور تر ټولو روښانه ستوری (Rigel) بیتا نومول
شوی. ځیني آسماني انځورونه له یوناني تورو ډېر ستوري لري- یعنې له دې چې د ستور
شمېر د تورو له شمېر څخه ډېر دی، د یوناني تورو شمېر د ستورو شمېر ته بسنه نه کوي،
نو دا شان ستوري چې کم نوره دي او موږ ته ډېر اهمیت نه لري د 17 او 18 شمېرو په مرسته ښودل کیږي. سربېره پر دې
ستورپوهان د ستورو د نومولو لپاره نور میتودونه هم لري چې یادونه یې دلته د بحث له
محدودیته وتلې ښکاري.

نظرات
ارسال یک نظر