تر اوسه مو وویل چې سپوږمۍ د ځمکې
پر شاوخوا په بیضوي مدار حرکت کوي، د دغه حرکت په ترڅ کې سپوږمۍ کله ځمکې ته لنډه
او کله له ځمکې لرې کیږي. دغه پوښتنه چې په فضا کې د سپوږمۍ د مدار وضعیت څنګه دی،
لاهم ډېر اهمیت لري. ځمکه په کال کې یو ځل د لمر پر شاوخوا څرخي. ځمکنی لیدونکی
داسې فکر کوي چې لمر د کال په اوږدو کې د یوه مدار پر مخ چې هغه ته د «لمریز
انقلاب دایره» یا (Ecliptic) وايي د 12 حیواني
اسماني انځورونو له مخې تیریږي. د ځمکې د مدار سطحې ته یا د لمر ظاهري مدار ته «د
انقلاب دایرې سطحه» یا «دایره البروج» یا د «میاشتو دایره» وایي. د سپوږمۍ مدار
دقیقاً په دغه سطحه منطبق نه دی، بلکې 5.15 درجې له دغه سطحې سره زاویه لري. سپوږمۍ چې
هر ځل د ځمکې شاوخوا خپل یو دور بشپړوي دوه ځله له دایره البروج (د میاشتو دایرې)
سره ټکر کوي. که دغه ټکر له شمال څخه سوئل خوا ته وي، سپوږمۍ د «لاندې تلونکې
غوټې» په حالت کې ده. د ځمکني لیدونکي له نظره سپوږمۍ په دغه حالت کې د «لمریز
انقلاب دایرې» پر مخ ښکاري. له دې چې زموږ له نظره لمر تل په همدې دایره (د میاشتو
پر دایره) پروت وي، نو په نوې میاشت حالت کې یوازې هغه مهال لمر نیونه کیږي چې
سپوږمۍ او لمر په عین وخت کې په یوه غوټه پرېوزي، یا په بل عبارت سپوږمۍ د ځمکې
مدار پر شاوخوا د تاویدو پرمهال د «لمریز انقلاب دایره» قطع کړي. له دې چې دغه
حالت هره میاشت نه پښیږي، نو ځکه هره میاشت لمر نیونه نه کیږي. سپوږمۍ هره میاشت
یا د لمر د وړانګو له سطحې څخه ښکته یا پورته تیریږي، داسې چې دغه سطحه نه پټوي. د
ځمکې سیوری هم تل د «لمریز انقلاب دایرې» پر مخ وي. په دې اساس د سپوږمۍ بدر
(سپوږمۍ) حالت کې هغه مهال سپوږمۍنیونه یا خسوف پيښيږي، چې سپوږمۍ په عین وخت کې
یوې غوټې ته لنډه وي. دغه حالت هم هر وخت نه میسر کیږي، بلکې ډېر کم پېښيږي. یا په
بل عبارت سپوږمۍ هر وخت د ځمکې سیوري کې نه پټیږي. په دې اساس د غوټو په وضعیت
پوهېدل زموږ سره مرسته کوي ترڅو په تیاره کې واقع کېدل محاسبه کړو. که غوټې تل په
یوه ثابت ځای کې وی، نو ډېر په آسانۍ مو وړاندوینه کولی شوی چې کله سپوږمۍ یا لمر
نیول کیږي. خو متاسفانه داسې نه ده، د لمر د جاذبې له وجهې دغه غوټې هر 18.16 کاله وروسته یو ځل د «میاشتو دایرې» پرمخ تاویږي، یعنې د دغه وخت
په ترڅ کې د میاشتو د دایرې پر بیلابیلو ځایونو پرېوزي. په همدې دلیل د دغه وخت په
ترڅ کې لمر نیونه یا سپوږمۍ نیونه په بیلابیلو میاشتو کې پېښيږي. د لمر جاذبه نورو
اندازو ته هم بدلون ورکوي، لکه د ځمکې پر شاوخوا د سپوږمۍ د بیضوي مدار شکل، ځمکې
ته د سپوږمۍ تر ټولو لنډه نقطه او د میاشتو دایرې سره د سپوږمۍ د مدار زاویې د لمر
د جاذبې له وجهې بدلون کوي. په همدې دلیل د سپوږمۍ د مدار بشپړه محاسبه په
ستورپوهنه کې یو تر ټولو ستونزمن کار دی.
من و ژاله سرمست محصل فزیک-نجوم پوهنتون (یل)، به نماینده ګی از انجمن نجوم افغان در مورد فعالیت های این انجمن در برنامه صبح بخیر تلویزیون ملی دعوت شده بودیم. حین قدم زدن در دهلیزهای رادیو تلویزیون یادم آمد که همین دیوارها، باری صدای پای هنرمندان شقیقه درشت و حنجره طلایی همچون احمدظاهر و ممثلین خوش سیما و قد بلند همچون فضل رحیم سیلی و رهبران عدالتپسند و وزیران کارکن ایشان را انعکاس داده و امروز صدای پای من را منعکس میکند. شانه هایم را زیر بار ګران احساس میکردم و سخت زیر تاثیر بودم. احساس میکردم کاری میکنم که اصلا از توان پوره نیست. چون همین سټیشن پنجاه سال قبل به فضا نشینان پیام های کِشت، محبت و خنده ممثلین را ارسال مینمود، درین روزها پیام های کُشت، نفرت و ګریه های مجروجین را ارسال مینماید. ما چقدر به عقب رفتیم... ما چقدر به عقب رفتیم

نظرات
ارسال یک نظر