له پخوا راهیسي ان د تېږې له عصر
څخه انسان د سپوږمۍ د بشپړیدو پړاونه لیدل. د ستورو په منځ کې د سپوږمۍ سفر او
بیلابېل شکلي پړاونو یې زموږ د پلرونو د تخیل قوه لمسوله. دوی داسې فکر کاوه چې
سپوږمۍ د خدایانو یا د واحد خدای د اوسیدو سیمه ده، چې پر خپل ملایم نور د شپې
مطلقه تیاره له منځه وړي تر څو انسانان له تیارې ونه ډار شي. زموږ پلرونو ته
سپوږمۍ د وخت د محاسبې تر ټولو معتبره مرجع وه چې د لومړۍ او ساده کلیزې په جوړولو
کې یې استفاده ترې کوله.
زموږ پلرونو ته د سپوږمۍ واقعي
ماهیت تر ډېره معلوم نه و. پخوانیو انسانانو داسې ګومان کاوه چې سپوږمۍ واقعاً خپل
شکل بدلوي، نرۍ کیږي او بیا پنډیږي. حتی یونانیان چې د علم مخکښان هم ګڼل کیدل د
سپوږمۍ په هکله همدا شان ګومان درلود. په پيل کې دوی داسې ګومان کاوه چې سپوږمۍ
یوه نرۍ صفحه یا څرخ دی. وروسته وروسته د سپوږمۍ په اصلي ماهیت پوه شول. یونانیانو
ډېر ژر د ځمکې او سپوږمۍ د واټن په هکله پوه شول. له دې وروسته انسان د سپوږمۍ د
شکلونو په باب ماجراجویانه فکرونه لرل، تر هغه چې ګالیلئو ګالیله په 1609 میلادي کال کې د لومړي ځل لپاره تلسکوپ اختراع کړ او ستوري یې پکې
ولیدل. ګالیله د سپوږمۍ غرونه او د اورغورځونې سوري یې ولیدل او د دغه لنډ ګاونډ
لومړنۍ خو ساده نقشه یې رسم کړه. تلسکوپونو پرمختګ کاوه او انسانان په دې پوهېدل
چې سپوږمۍ له تیږو جوړه ده اوبه او هوا نلري او د انسان د ژوند لپاره جوړه نه ده.
له دې سره سره په 1834 کال کې انسان د سپوږمۍ په اړه یوه بې اساسه
مسئله ومنله او باور یې پرې وکړ. یوه امریکايي خبریال راپور ورکړ چې د یوه ستر
تلسکوپ په مرسته په سپوږمۍ کې ستر غوايي، اسونه، مرغان، ییږان او ستر مږیان لیدل
شوي. دا هغه خبره و چې نه یوازې خبریالانو باور پرې وکړ بلکې پوهان یې هم د باور
تر کچې متاثره کړل. ان په اوس عصر کې چې سپوږمۍ ته د اپولو بریالي سفر څخه کلونه
تیریږي، بیا هم د سپوږمۍ په هکله ځیني انسانان خرافاتي نظریات لري. مثلاً وايي،
سپوږمۍ کېدای شي د لیونتوب باعث شي یا د ونو وده تر تاثیر لاندې راولي او تخم
باندې اثر وکړي. ځیني وايي سپوږمۍ او نور ستوري د انسان برخلیک او طالع متاثره
کوي، ښکاره خبره ده چې دغه ټولې خبرې هغه مهال سمې راخیژي چې علماً او عقلاً ثابت
شي.

نظرات
ارسال یک نظر