زموږ سپوږمۍ له نورو سپوږمیو څخه
ډېر توپیرونه لري، اما په ځینو مواردو کې بیا سره ورته دي. هره سپوږمۍ تل خپل یو
مخ یا نیمايي برخه خپلې سیارې ته ورښيي، دغه پدیدې ته تړليڅرخیدلی وايي. سپوږمۍ
په 27.3 ورځو کې د ځمکې شاوخوا خپل دوراني حرکت
بشپړوي. دقیقاً په همدغه موده کې سپوږمۍ پر خپل محور هم یو ځل څرخي، یعنې په حقیقت
کې پر خپل محور د سپوږمۍ دوراني حرکت په 27.3 ورځو کې
بشپړیږي. بناً ویلی شو له دې چې د سپوږمۍ وضعي او انتقالي حرکتونه په عین موده کې
بشپړیږي، ځکه یې له ځمکې تل یوه خوا وینو. انسان له ځمکې د سپوږمۍ یوه خوا لیدلی
شي، د سپوږمۍ شا یوازې هغه فضامزلي کولی شي وویني چې په فضاييبېړۍ کې د سپوږمۍ په
مدار د سپوږمۍ شاوخوا تاویږي. په هر صورت د سپوږمۍ په مدار کې د بیلابیلو بې نظمیو
او د حرکت له وجهې انسان کولی شي له ځمکې د سپوږمۍ 59 سلنه سطحه
وویني. د سپوږمۍ د سطحې پاتې 41 سلنه برخه له فضايي سفرونو مخکې انسان ته نا
اشنا وه.
لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپینغر هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستارتریک، د ساینسفیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟ که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکهمرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

نظرات
ارسال یک نظر