د سپوږمۍ قطر تقریباً 3500 کیلومتره (د استوا پر کرښه دقیقاً 3474 کیلومتره)
دی. دغه اندازه د ځمکې د قطر له څلورمې برخې څخه لږ څه زیاته ده او له مسکو څخه تر
لیسبون پورې فرضي مساحت پوښي. د سپوږمۍ سطحه د ځمکې د سطحې دیارلسمه برخه (1/13) ده. د سپوږمۍ مساحت د افریقا لویې وچې څخه څلور ځله زیات دی.
یعنې تقریباً پنځه سپوږمۍ په ځمکه کې ځایولی شو. که سپوږمۍ په یوه ستره تله وتلو
وزن به یې د ځمکې د وزن یو اتیایمه برخه (1/81) وي. د
انسان وزن د سپوږمۍ په سطحه شپږ ځله له عادي حالته یې کمیږي یعنې د سپوږمۍ په سطحه
د قدم وهلو په ترڅ کې کولی شو شپږ متره پورته خیز واچوو او یوه 100 کیلوګرامه تیږه په آسانۍ پورته کړو. ان فضامزلو ته یې درانه کالي
په سپوږمۍ کې ډېر سپک کیږي. که د سپوږمۍ پر سطحه المپیک سیالۍ جوړې شي د 8 متره لوړ
خیز اچولو ریکاردونه به جوړ شي، د نیزې په مرسته به 30 متره خیز
اچول کیږي او یوه نیزه به 500 متره لوړ غورځولی شو. له دغه حقایقو سره سره
ځمکه د نورو سیارو په پرتله نسبتاً ستره سپوږمۍ لري، په بل عبارت سپوږمۍ د اندازې
له اړخه د لمریز نظام په ټولو سپوږمیو کې پنځمه درجه لري. زموږ لمریز نظام له 200 ډېرې سپوږمۍ لري.
لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپینغر هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستارتریک، د ساینسفیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟ که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکهمرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

نظرات
ارسال یک نظر