کله چې د لمر نور پر ځمکه لګي،
ښکاره خبره ده چې ځمکه سیوری جوړوي. ځمکه دوه ډوله سیوري جوړوي، «مرکزي سیوری» (Umbra) او «نیمسیوری»
(Penumbra). په «مرکزيسیوري» حالت کې لمر په بشپړ ډول د ځمکې لخوا پتیږي.
په «نیمسیوري» حالت کې یوازې د لمر یوه څنډه د ځمکې لخوا پټیږي. د سپوږمۍ بدر
(سپوږمۍ) حالت کې سپوږمۍ ممکن د ځمکې له سیوري تیره شي. دغه پدیدې ته سپوږمۍنیونه
یا د سپوږمۍ تیارهکېدل یا خسوف وايي. په هر حال سپوږمۍ ډيري وخت د ځمکې د سیوري
له سره یا له لاندې یې تیریږي، په دې صورت کې موږ نشو کولی سپوږمۍ نیونه حس کړو.
که سپوږمۍ په بشپړ ډول د ځمکې په
مرکزيسیوري کې دننه شي، په هغه صورت کې د بشپړ خسوف یا بشپړ سپوږمۍ نیونې خبره
مطرح کیږي. اما که د سپومۍ یوه برخه د ځمکې مرکزيسیوري کې دننه شي، بیا نو قسمي
یا ناقصه سپوږمۍنیونه بلل کیږي. د ځمکې له نیمسیوري د سپوږمۍ تېریدل په زحمت حس
کیږي، یوازې ستورپوهان کولی شي د ځمکې له نیمسیوري (Penumbra) څخه د
سپوږمۍ تېریدل وویني. په بشپړ خسوف کې سپوږمۍ مسيرنګه سره ښکاره. دغه سور رنګه نور
د ځمکې د اتموسفیر لخوا په سپوږمۍ لګي. سږ کال د جنوري په لسم، د جون په پنځم، د
جولای په پنځم قسمي سپوږمۍ نیونې پېښې شوې او د همدې کال د نوومبر په دېرشم به د
یوې بلې قسمي سپوږمۍ نیونې شاهد هم واوسو، کتل یې مه هېروئ.

نظرات
ارسال یک نظر