اوس خو پوهیږو چې سپوږمۍ هم د ځمکې
په څېر د لمر پر شاوخوا تاویږي، خو سپوږمۍ لکه ځمکې په 24 ساعتونو کې
یو ځل پر خپل محور نه څرخي؛ بلکې تقریباً هره میاشت یو ځل پر خپل محور څرخيږي. د
سپوږمۍ په یوه منظره یا ځانګړې برخه تقریباً دوې اونۍ د لمر نور لګي، وروسته په
همدې توګه د سپوږمۍ شپه پیلیږي چې تر دوو اونیو پورې دوام کوي. په هر 29.5 ځمکنۍ ورځو کې یو ځل په سپوږمۍ کې لمر لویږي. د ورځې لخوا د
سپوږمۍ سطحه د سانتیګراد تر 120 درجو پورې تودیږي او د شپې لخوا تودوخه تر -150 درجه د سانتیګراد پورې رسیږي.
د سپوږمۍ پر سطح اوسیدونکی لیدونکی
د لمر او نورو ستورو راختل او لویدل ویني، خو ډېر سوکه . برعکس ځمکه، د سپوږمۍ
اوسیدونکي ته تل په آسمان کې له افق څخه لوړه په یوه ثابته سیمه کې ښکاري. یعنې
پرته له ډېرو وړو نوسانونو نور هیڅډول حرکت نه لري. بیخي داسې لکه یو ستر شین
رنګه بالون چې د یوه غره پر سر یا د اورغورځوونکي مجرا پر سر ثابت او کلک تړل شوی
وي. خو که چېرې یو څوک د سپوږمۍ په شاتنی برخه کې اوسي، هیڅکله ځمکه نشي لیدلی.
ټولې فضايي بېړۍ د دې لپاره چې له ځمکې سره رادیويي اړیکې ولري د سپوږمۍ په هغه
سیمه کې کوزیږي چې ځمکې خوا ته یې مخ وي. په سپوږمۍ کې اوسیدونکي لیدونکي لپاره
ځمکه هم څلور شکلونه یا پړاونه لري چې په ترتیب عبارت دي له: لومړی حالت (پوره
ځمکه)، دویم حالت ( د ځمکې نیمايي برخه)، درېیم حالت (نوې ځمکه) او څلورم حالت (د
ځمکې نیمايي برخه).

نظرات
ارسال یک نظر