رد شدن به محتوای اصلی

آیا داسې ستوري شته چې هیڅکله نه لویږي؟


د ځمکني لیدونکي له نظره داسې ښکاري چې د ستورو ډلې یا آسماني انځورونه د ګنبدې پر مخ پراته دي او ځمکه یې را چاپیر کړې. هغه دایره چې اصطلاحاً د آسمان استوا بلل کیږي او د ځمکې استوا شاوخوا را تاو ده، دغه ګنبده یا د کیهان کره په دوو شمالي نیم کره او سويلیزه نیم کره باندې ویشي. هغه نقطه چې د ځمکې شمالي قطب څخه مستقیماً پورته په آسمان کې پرته وي او د ځمکې د شمال ـ سوئل فرضي محور سر، هغه خوا ته پروت وي، د اسمان شمال قطب ګڼل کیږي. دغه نقطې ته لنډ قطبي ستوری پروت دی چې د واړه ییږ (دُب اصغر) آسماني انځور یو ستوری دی. که د ځمکې په شمال قطب کې ژوند وکړو، قطبي ستوری به عموداً زموږ پر سر، د آسمان‌سر (Ecliptic) برخه کې چې د اسمان تر ټولو لوړه نقطه ده پروت وي. د آسمان استوا، آسمان په دوو شمال او سوئل ویشلی، یعنې د ځمکې د قطبونو پر سر د آسمان قطبونه پراته دي.

که له اروپا څخه اسمان ته وګورو، قطبي ستوری د آسمان‌سر او افق ترمنځ لیدلی شو. ټول هغه انسانان چې په ځمکه کې اوسي له ځمکې سره یوځای څرخیږي. په دې اساس داسې پایله اخلو چې په اسمان کې ټول ستوري د هغه نقطې شاوخوا څرخیږي چې د ځمکې د محور  جهت هغه خوا ته دی. یعنې ټول ستوري د آسمان د شمال قطب شاوخوا چې ترڅنګ یې نوراني قطبي ستوری پروت دي، څرخیږي. بناً دغه قطبي ستوری د مبدا یا اتکا هغه ستوری دی چې ټول آسمان یې په څلوریشت ساعتونو کې یو ځل پر شاوخوا څرخیږي. د ځمکني لیدونکي له نظره دغه ستوری بې حرکته او ثابت دی، که څه هم ټول ستوري حرکت کوي. دغه ستوری د ځمکې شمالي نیم‌کرې اوسیدونکو لپاره له افق څخه پورته سیمه کې چې هغه ته شمال قطب وايي د لیدو وړه دی. ځیني آسماني انځورونه لکه ستر ییږ(دُب اکبر) د قطبي ستوري شاوخوا په دومره لنډ مدار تاویږي چې هیڅکله افق خط ته نه لنډیږي یا په بل عبارت هیڅکله نه لویږي، په دې توګه په یوه صافه شپه کې یې هر وخت لیدلی شو. هغه ستوري چې قطب ته لنډ دي او تل د افق خط پاس پراته وي، د قطب‌چاپیر ستوری یا (Circumpolar Stars) بلل کیږي.

د قطبي ستوري د موندلو لپاره ستر‌ییږ (دُب اکبر) اسماني انځور پیدا کړی، دوه اخري ستوري یې چې د مستقیم خط په اوږدو پراته دي ترلاسه او ادامه ورکړی، د دغه خط په ادامه کې قطبي ستوری چې نسبتاً روښانه ستوری دی ترلاسه کوۍ. له دغه ستورې لاندې د ځمکې شمال قطب پروت دی. هغه ستوري چې د آسمان سوئل قطب شاوخوا څرخیږي، د شمالي نیم‌کرې اوسیدونکو لپاره د لیدو وړ نه دي. باید وویل شي چې د آسمان سوئلیز قطب  تر اوسه د شمالي قطب د «قطب ستوري» په څېر کوم نوراني ستوری نه لري.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

نړۍ څنګه منځته راغلي؟

  لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستار‌تریک، د ساینس‌فیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل‌ شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟    که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکه‌مرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

تلویزیون ملی افغانستان

من و ژاله سرمست محصل فزیک-نجوم پوهنتون (یل)، به نماینده ګی از انجمن نجوم افغان در مورد فعالیت های این انجمن در برنامه صبح بخیر تلویزیون ملی دعوت شده بودیم. حین قدم زدن در دهلیزهای رادیو تلویزیون یادم آمد که همین دیوارها، باری صدای پای هنرمندان شقیقه درشت و حنجره طلایی همچون احمدظاهر و ممثلین خوش سیما و قد بلند همچون فضل رحیم سیلی و رهبران عدالت‌پسند و وزیران کارکن ایشان را انعکاس داده و امروز صدای پای من را منعکس میکند. شانه هایم را زیر بار ګران احساس میکردم و سخت زیر تاثیر بودم. احساس میکردم کاری میکنم که اصلا از توان پوره نیست. چون همین سټیشن پنجاه سال قبل به فضا نشینان پیام های کِشت، محبت و خنده ممثلین را ارسال می‌نمود، درین روزها پیام های کُشت، نفرت و ګریه های مجروجین را ارسال می‌نماید. ما چقدر به عقب رفتیم... ما چقدر به عقب رفتیم

د راتلونکې وړاندوېنه کولی شو؟

  لیک: سټیفن هاوکینګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    پخوا زمانو کې، نړۍ په بشپړ ډول تصادفي/خپل‌سرې ګڼل کېدله. ناورینونه لکه سېلاب، طاعون، زلزلې او اورغورځونې بې‌دلیله ګڼل کیدل او وړاندوېنه یې نه کېدله. لومړنیو انسانانو دغه شان طبیعي پدیدې د خدایانو او الهو له لورې ګڼلې. د دوی د خدایانو کارونه د وړاندوېنې نه وو. په هیڅ صورت نه پوهېدل چې خدای به څه پېښ کړي. معبدونو ته د تحفو په وړلو او ښه عمل ترسره کولو سره به دوی د خدای پام ځانته اړولو. ډېري کسان لا هم په همدې باور دي او هڅه کوي د خدای په خوشالولو سره خپل تقدیر ښه کړي. دوی په آزموینه کې د بریالي کېدو او ښې نُمرې ترلاسه کولو لپاره، ښه کارونه او مهربانه چلن کوي.    سوکه سوکه د طبیعت منظم تکرارېدونکې پدیدو ته د خلکو پام شو. دغه تکرارېدونکې پديدې د آسماني اجسامو په حرکت کې بېخي څرګندې وې. ځکه خو ستورپوهنه له تاریخي پلوه لومړی علم ګڼل کیږي. کابو درې سوه کاله پخوا نیوټن ستورپوهنې ته قوي ریاضیکي بنسټونه کېښودل. د نیوټن جاذبه نظریې په مرسته لاهم د آسماني اجسامو د حرکت وړاندوېنه کیږي. د ستورپوهنې په متابعت سره، ټولو ته جوته ...