ډيري کسان اوس هم د میاشتو دایرې،
دوولسو برخو لومړۍ برخه چې له پسرلني اعتداله پیلیږي، د وري (حمل) «نجومي نښه»
بولي. دوی تېروتنه کوي، ځکه د 2500 کاله پخوا برخلاف نجومينښه اوس په کب (حوت)
میاشت کې پرته ده. په دې اساس د «وري نجومي نښه» چې د طالعکتونکو له لورې کاریږي،
اوس په کب (حوت) اسماني انځور کې پرته ده. 2500 کاله مخکې نجومي نښه او وری (حمل) اسماني انځور پر یوه بل منطبق وو. د
میاشتو دایرې دویمه برخه چې په وري نجومي نښه منطبق ده، غویی (ثور) نجومي نښه بلل
کیږي. که څه هم دغه نجومي نښه اوس مهال په وري اسماني انځور منطبق ده، خو د میاشتو
دایرې اسماني انځورونه په واقعیت کې بیلابېلې اندازې لري، د ټولو سیمو نجومي نښې
سره مساوي دي، په دې معنی چې د هر یوې لپاره د میاشتو دایرې له مدار څخه 30 درجې ځانګړي شوي. په بل عبارت هره نجومي نښه د میاشتو دایرې د ( 360 درجې) مدار
دوولسمه برخه ده. له غويي نجومي نښې وروسته په ترتیب د غبرګولي (جوزا)، چنګاښ
(سرطان)، زمري (اسد)، وږي (سنبله)، تلې (میزان)، لړم (عقرب)، لیندۍ (قوس)، مرغومي
(جدې)، سلواغې (دلو) او کب (حوت) نجومي نښې پرتې دي. البته له دغو نجومي نښو څخه
ډېرې کمې یې په خپل اړوند اسماني انځور منطبق دي. زرګونه کلونه نور به هم وری
(حمل) اسماني انځور او وری (حمل) نجومي نښه له یوه بله لري شي، تر هغه چې وروسته
له 24000 کاله بېرته پر یوه بل منطق شي.
لکه ومو چې لیدل د میاشتو دایره
یوه شمالي او بله سوئلیزه برخه لري. له اروپا څخه د میاشتو دایرې د شمالي برخې
اسماني انځورونه د سوئلیز اسماني انځورونو په پرتله ښه لیدل کیږي. ځکه د شمالي
برخې اسماني انځورونه د اروپا په اسمان کې ډېر هسک پراته وي، او د شپې مهال تر
ډېره د افق خط د پاسه پاتې وي. د میاشتو دایرې د شمالي برخې اسماني انځورونه عبارت
دي له: کب (حوت)، وري (حمل)، غويي (ثور)، غبرګولي (جوزا)، چنګاښ (سرطان) او زمري
(اسد) څخه. وږی (سنبله)، تله (میزان)، لړم (عقرب)، لیندی (قوس)، مرغومی (جدې) او
سلواغه (دلو) د میاشتو دایرې د سوئلیزې برخې اسماني انځورنه دي. په ډېر احتمال سره
چې مارګیر اسماني انځور هم د میاشتو دایرې د سوئلیزې برخې اړوند اسماني انځور دی.
د اسماني انځورونو په هکله چې کومې کیسې او افسانې جوړې دي، په راتلونکو برخو کې
یې بیانوو.

نظرات
ارسال یک نظر