دوه زره او پنځه سوه کاله پخوا کله
چې د پسرلني اعتدال نقطه په وري آسماني انځور کې وه، لمر په پسرلني میاشتو کې له
وري، غويي او غبرګولي اسماني انځورونو تېرېدا. له دې چې دغه درې میاشتې د کال تر
ټولو ښایسته فصل جوړوي، نو خلکو په دغه اسماني انځورونو کې د ثمر او ګټې نښې
لیدلې. له دې چې پسونو د پخوانیو انسانانو ډوډۍ، کالي او آرامي تامینوله، نو پسونو
دغه قومونو ته ځانګړی اهمیت درلود. همدغه دلیل دی چې له زرګونو کلونو راهیسي وری د
اسماني انځورونو برخه ده او دا کار هیڅ عیب نه ګڼل کیږي. دغه موضوع د غويي لپاره
هم په همدې توګه صدق کوي. د پخوانیو قومونو لپاره د دغه اسماني انځورونو اهمیت په
پخوانیو داستانونو او افسانو کې څرګند دی. د وري اسماني انځور په هکله تر ګردو
ښایسته افسانه د طلايي پوستلرونکي وري داستان دی. دغه افسانه د لرغوني یونان
اړوند افسانه ده. دغه افسانه کې وايي چې ډېر پخوا وختونو کې د «آتاماس» په نامه یو
پادشاه ژوند کاوه. پادشاه د نفیل (Nephele) پنامه ښځې سره واده وکړ. نفیل په یوناني
ژبه د ورېځ مانا لري. له نفیل څخه یې دوه اولاده (یو زوی یو لور) پیدا شول. زوی یې
فریکسوس (Phrixos) او لور یې هِله (Helle) نومیده. ډېر
وخت وروسته پادشاه خپله لومړۍ میرمن (هیل) طلاق کړه او له اینو (Ino) سره یې
واړه وکړ. په افسانو کې راغلي چې اینو ډېر شیطانه او شر اندازه ښځه وه. له فریکسوس
څخه یې ښه نه راتلل او تل یې د ده د ځورولو هڅه کوله ان تر دې چې د وژلو نیت یې
درلود. د دې کار لپاره اینو د خپل هیواد ټولې ښځو په دې قانع کړې چې ټول تخمونه
وسوزوي تر څو د کرلو په وخت کې په ځمکه کې خوسا شي، وده ونه کړي او خلک له لوږې
سره مخ شي. وروسته یې د دغه کار پړه په دوو ماشومانو (فرکسوس او هله) واچوله.
پادشاه امر وکړ تر څو د دِلفي (Delphi) معبد له پیتیا (Pythia) نومې راهبې
څخه پوښتنه وکړي چې له مړینې څخه د انسانانو د ژغورلو لپاره باید څه وکړو. خاینې
شهزادګۍ راهبې ته لیکونه لیکلي و او تطمیع کړې یې وه چې پادشاه ته ووایي: ځمکه هغه
مهال بېرته حاصل کوي چې د لومړي واده څخه نارینه اولاد دې (فریکسوس) باید د زئوس
خدایانو په محراب کې قرباني کړې. بیخي داسې لکه په تورات کتاب کې چې راغلي، د خدای
په دربار کې د انسان قربانول د خدای د رحم سبب ګڼل کېدا، دا یو رواج او معمول و. بېرته
به د اتاماس او فریکسوس داستان ته راشو! پادشاه د دې لپاره چې قوم یې له لوږې
ژغورلی وي، وویل چې زوی مې دې د زئوس معبد په محراب کې قرباني شي. له ښه مرغه داسې
ونه شول. کله چې فریکسوس یې په زنځیرونو تړلی د قربانۍ ځای کې قربانۍ ته چمتو کړ،
دفعتاً یو وری را پیدا شو چې د انسانانو په څېر یې خبرې کولې او طلايي پوست یې و.
دغه څاروی چې د فریکسوس د مور نفیل په غوښتنه د خدای –هرمیس (Hermes) له لورې را
لیږل شوی و، دواړه ماشومان یعنې هله او فریکسوس یې په شا کړل او اسمان ته والوت.
له اروپا څخه یې اسیا لور ته سفر وکړ. د لارې په اوږدو کې هله چې ډېر کشره وه د
وري له شا په سیند کې وغورځېدله او غرقه شوله. هغه تنګي چې هله پکې غورځېدلې او
غرقه شوې وه د هله سپونت (Hellespont) پنامه چې د هله نوم سره نسبت لري، ونومول شوله.
وري او فریکسوس سفر ته ادامه ورکړ تر څو چې د نړۍ پای ته چې کلوخیس (Klokhis) نومیږي
ورسېدل. د کلوخیس پادشاه وری قربانی کړ او پوست یې د بلوط په وڼه وځړولو، له دغه
وڼې او پوست څخه یو ستر ښارمار ساتنه کوله. په افسانه کې راغلي چې وروسته بیا د
لاسون (Lason) په نامه سمندرمزلي د ارګو (Argo) کښتۍ په
مرسته دغه طلايي پوست بېرته یونان ته راوړ. په هر حال له دې چې دغه وري نیک کارونه
وکړل، خدای یې اجر ورکړ او روح یې پاس وخیژوله. وری اسماني انځور په اسمان کې ډېر
ښکاره او مشخص نه دی، بلکې یوازې هغه سیمه چې ګواکې د څاروي سر به وي، څو دانې
نوراني ستوري لري. وری اسماني انځور د مني په شپو کې لیدلی شو.
لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپینغر هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستارتریک، د ساینسفیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟ که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکهمرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

نظرات
ارسال یک نظر