د مدیترانې سمندر او منځني ختیځ
سیمو لرغونو انسانانو له افسانهيي موجوداتو سره مینه او سودا وه. له افسانهيي
موجوداتو څخه موخه هغه خیالي موجودات دي چې د واقعي موجوداتو د بدن د غړو له ترکیب
څخه منځته راغلي وي. له دغه شان موجوداتو سره په مخکینیو اسماني انځورونو کې اشنا
شوي یو، لکه اس ته ورته انسان او یا انسان خوړونکی سړی چې سر یې د غوا و. له دې
ټولو زیات حیرانونکی افسانهيي موجود ماهي ته ورته بزه ده، چې پخوا یې د لرغوني
بابلیانو په فرهنګ کې مهم نقش درلود. لرغوني یونانیان په دې باور و چې خدایانو د
افسانهيي بلاوو سره جګړه پیل کړه، «پان» (Pan) د ځنګله
خدای د دې لپاره چې ځان د دوښمن له ولکې خلاص کړي، ځان یې سیند ته واچوه. ده غوښتل
چې د نورو خدایانو په څېر ځان په ماهي واړوي، خو له دې چې ناوخته یې سیند ته ټوب
کړي و، نو نیم ځان یې ماهي شو، یعنې د بدن لاندینۍ برخه یې د ماهي د لکۍ په توګه
واوښتله او ښکر لرونکی سر یې په پزه واوښت. په دې توګه ماهي ته ورته بزه منځته
راغله، چې وروسته زئوس د خدایانو خدای هغه اسمان ته پورته کړله. ماهي ته ورته
اسماني انځور نن د مرغومی (جدې) اسماني انځور په نامه یادیږي. د دغه نوم لپاره هم
افسانه شته ده. وايي کله چې زئوس له خپل پلار کرونوس (Cronous) سره په واک
جګړه پیل کړه، ایجیپان (Aigipan) د ځنګل د خدای زوی د غرنۍ بزې په توګه د
زئوس تر څنګ ودریده او ملاتړ یې ترې وکړ، د خدایانو خدای زئوس جګړه وګټله او د ایجیپان
د ملاتړ د ستایلو په موخه یې هغه په یوه اسماني انځور واړوه.

نظرات
ارسال یک نظر