د سپوږمۍ سطحه له رسوبي تیږو جوړه
ده، چې معمولاً د شګو، وړو تیږو او ګرد په توګه دي او خاورو پوښلي. د دغه رسوبي
تیږو ژوروالی په ځینو سیمو کې څو سانتيمتر او په ځینو کې 10 متره دی. د
دغه رسوبي طبقې لاندې کلکې تیږې پرتې دي. له نیکهمرغه انسان پیاده یا سور په دغه
رسوبي طبقه کې حد اکثر څو سانتيمتره ننوځي. پخوا داسې ویل کیدل چې که فضامزلی د
سپوږمۍ پر سطحه ګام کیږدي، ورو ورو د سپوږمۍ په سطحه کې غرقیږي، دغه خبرې ټولې غلطې
راوختلې. انسان د سپوږمۍ پر سطحه قدم وهلی شي او د قدم نښې یې پاتې کیږي. د
فضامزلو د پښو نښې یا د موټرو د ټیر نښې یې میلیاردونه کلونه وروسته هم د لیدو وړ
دي، ځکه د سپوږمۍ پر سطحه توپان او باران نه پيښیږي تر څو دغه نښې له منځه یوسي.
یوازې د اسماني اجسامو ټکر باعث کیږي تر څو دغه نښې ورانې شي. د سپوږمۍ سطحه به د
زرګونو راتلونکو کلونو لپاره هم د سترو او وړو اسماني جسمونو له ټکر سره مخ وي. په
دې توګه به د سپوږمۍ سطحه بدلون کوي. ټولې سفینې، موټر، روباتونه او د اندازه
نیونې سیستمونه چې انسان د سپوږمۍ پر سطحه پرېښې، میلیاردونه کلونه به له سپوږمۍ څخه زموږ د تمدن
شاهد وي، داسې حال کې چې په ځمکه کې به د مصر اهرام، ایفل برج او اتومي بټۍ له
منځه تللې او خاورې شوې وي.

نظرات
ارسال یک نظر