د یوه عادي تلسکوپ په مرسته کولی
شو د سپوږمۍ پرمخ حیرانونکې او جالبې منظرې ووینو. د یوه تلسکوپ په مرسته چې ستره
ښودنه یې 40 تر 80 ځله وي، کولی
شو د سپوږمۍ پرمخ د اورغورځونې سوریو په ګډون سلګونه جزئي شیان ووینو. د دې لپاره
چې له خپلو لیدنو خوند واخلو، باید تلسکوپ په یوه درېپایه کلک کیږدو. د سپوږمۍ د
لیدو لپاره تر ټولو ښه وخت هغه دی چې هلال (وږمۍ) یې د ستریدو یا کمیدو په حال کې
وي. په بل عبارت سپوږمۍ، د «بدر» یا سپوږمۍ حالت کې د لیدو (رصد) لپاره مناسبه نه
ده. د سپوږمۍ پر سطحه لمر ختل او لمر لویدل د روښنايۍ او تیارې سیمې په پوله کې
پيښيږي. په دغه حالت کې له دې چې د لمر وړانګې مایلې لګي، نو د لمر وړانګې د
اورغورځونې سوري نشي روښانه کولی. په دې توګه د اورغورځوني سوریو بیخ یا لاندینۍ
برخه تیاره پاتې کیږي، اما بالعکس د سوریو په ځينو برخو او دیوالونو نور لګي او ښایسته
منظرې جوړوي. سپوږمۍ هغه وخت باید وګورو چې زموږ پر سر راغلي وي. په بل عبارت کله
چې سپوږمۍ د افق سطحې ته لنډه وي، د لیدو لپاره مناسبه نه ده. ځکه په دې صورت کې د
اتموسفیر تلاطم زموږ د لیدو لپاره خنډ جوړوي. سپوږمۍ باید یو ځل په تلسکوپ کې ونه
وینو، بلکې څو څو ځله یې باید ووینو. هره شپه د تیاره او روښانه سیمو پولې د اورغورځونې
یوه نوي سوري سره پرېوځې او موږ دغه پدیده د تلسکوپ په مرسته واضیح لیدلی شو.
بالعکس د سپوږمۍ په بدر یا سپوږمۍ حالت کې د اورغورځونې ځینې سوري پیکه ( کمنوره)
ښکاري او ځینې یې بیا بیخي روښانه ښکاري. د سپوږمۍ د راختلو او لویدلو وخت، د بشپړې
سپوږمۍ یا نیمې سپوږمۍ نیټه او د ځانګړو پدیدو لکه د «ستورو پوښش» د څرګندیدلو
نیټه د نجومي کلیزو له مخې ترلاسه کولی شو.

نظرات
ارسال یک نظر