له وسایلو پرته هم کولی شو د
سپوږمۍ سمندرونه ښکاره ووینو. ډيري وخت دغه سمندرونو ته د سپوږمۍ څېره وايي.
سربیره پر دې د ورځې په تېریدو سره د سپوږمۍ سترېدل او کوچني کېدل هم په غیرمسلح
سترګو لیدلی شو. د دې تر څنګ کولی شو تشخیص کړو چې سپوږمۍ هره شپه د یوه نوي ستوري
ترڅنګ پرېوځي ( دا ځکه چې د ځمکې شاوخوا مدار باندې د ګرځېدو حالت کې ده، په دې
توګه تل د ځمکني لیدونکي له نظره د بېلابیلو ستورو له څنګه تیریږي). د سپوږمۍ هلال
(وږمۍ) حالت کې چې سپوږمۍ ډېره نرۍ شوې وي، کولی شو د سپوږمۍ پاتې برخه چې د لمر
نور نه دی پرې لګیدلی، کمنوره او پیکه ووینو. دغه پدیده د ځمکې له سطحې څخه د لمر
د منعکس شوي نور له وجهې پيښيږي، او د سپوږمۍ تیاره برخې لږ غوندې روښانه کوي. کله
وخت دا هم په غیر مسلح سترګو دا هم لیدلی شو چې سپوږمۍ د یوه ستوري مخه ډب کوي،
دغه پدیدې ته د «ستوري پوښښ» وايي.

نظرات
ارسال یک نظر