له دې چې د سپوږمۍ جاذبه قوه کمه
ده، نو اتموسفیر نه لري، یعنې اتموسفیر یې ترې تښی. ان که انسان وکولی شي مصنوعي
اتموسفیر د سپوږمۍ پر شاوخوا جوړ کړي، بیا هم د سپوږمۍ د کمې جاذبې له وجهې به
مصنوعي جوړ شوی اتموسفیر هم د سپوږمۍ له سطحې وتښتي. په دې اساس د سپوږمۍ پر سطحه
انسان مجبور دی ترڅو د فضامزلو ځانګړي کالي له ځان سره ولري. دغه کالي باید د تنفس
لپاره هوا، د هوا اړین فشار او د وړو اسماني ذرو سره د ټکر مقاومت ولري. په دې
اساس په سپوږمۍ کې د اوسیدو پراخ ځایونه نشته، خو څېړونکي کولی شي داسې دایمي
څېړنیزې کارخونې په سپوږمۍ کې جوړې کړي چې د څو میاشتو لپاره دوی پکې څېړنې وکړي، وروسته
بیا نورې ډلې ورشي او څېړنې پکې وکړي. له سپوږمۍ څخه په راتلونکي کې ممکن د یوې
سترې رصدخونې کار واخیستل شي، ځکه په سپوږمۍ کې د تشعشعاتو ډېر ډولونه موندل کیږي.
د رادیويي او نوري وړانګو سربیره ټولې وړانګې د اتموسفیر له خنډ پرته د سپوږمۍ تر
سطحې ځان را رسوي او د ځمکې په پرتله مناسب تصویر راکوي.

نظرات
ارسال یک نظر