غویی اسماني انځور د اسمان تر ټولو روښانه، ځلانده او ښایسته اسماني انځور دی. دغه اسماني انځور د بابلیانو په وخت کې پېژندل شوی و. ویل کیږي چې غویی یا ثور د ایشتار (Ishtar) په نامه د «بابل د مینې الاهې» په غوښتنه اسمان ته ختلی و، تر څو د ګیلګمش (Gilgamesh) افسانو پادشاه له منځه یوسي، ځکه چې د الاهې د مینې غږ یې بې ځوابه پرېښی و.
لرغونو مصریانو په دغه اسماني انځور کې اپیس
مقدسه(Holly Apis) غوا لیدله. د دوی په اند دغه غوا به د کال په پیل کې د لمر صفحه
د خپلو ښکرو ترمنځ نیوله او په اسمان کې به یې تر ټولو لوړې نقطې ته پورته کوله –
یعنې هغه وضعیت ته به یې راوستله چې لمر یې په اوړي کې لري.
وايي یو وخت د زئوس په نامه د
یونان تر ټولو زورور خدای، ځان د غوا په شکل واړوو او د پادشاه لور یې، کِرِت (Crete) سیمې ته
وتښتوله. د پادشاه لور اروپا نومېدله او نن د اروپا لویې وچې نوم هم هغې ته منسوب دی.
اروپا له زئوس څخه د مینوس (Minos) په نامه د یوه زوی مور شوه. مینوس د
مدیترانهيي سمندر اړوند جزیرې کې د مینويي فرهنګ او تمدن بنسټ کیښود، چې تر اوسه
د ده په نوم یادیږي. کله چې مینوس ستر شو، پادشاه شو. د ده د ماڼۍ ترڅنګ لایبرینت
(Labyrinth) نومې ودانۍ پرته وه. دغه ودانۍ ګیچکوونکې کږې وږې لارې درلودې. په
دغه ودانۍ کې د مینوتاروس (Minos) په نامه یوې بلا ژوند کاوه. بلا د داسې
انسان په توګه ښودل کېدله چې سر یې د غويي و. بلا د انسان غوښه خوړله او بالاخره د
تزوس (Theseus) په نامه د سترې یونانې افسانې د قهرمان لخوا ووژل شوله. تزوس د
بلا له وژلو وروسته د پادشاه د لور لخوا د خلاص شوې تار په مرسته له لایبرینت څخه
راوځي. د پادشاه لور آریادنه (Ariadne) نومیدله.
غویی اسماني انځور چې د غويي سر
پکې V شکل لري، په مني او ژمي کې د لیدو وړ دی. د دغه اسماني انځور سور
رنګه اصلي ستوری الدبران (Aldebaran) نومیږي او د هغه ستورو له ډلې دی چې زیاتي
مري. دغه ستوری د مړینې سره د مقاومت په پایله کې ډېر پړسیدلی. الدبران ستوری زموږ
څخه 70 نوري کاله واټن لري او د لمر په پرتله 130 ځله ډېر نوراني دي. هغه ستوري چې د غويي اسماني انځور د سر په
سیمه کې V شکل جوړوي، اووه ستوري (Hyades) نومیږي. د
پروین وږی (Pleiades) یا اووه خویندې هم د غويي اسماني انځور جز
دي. په افسانو کې راغلي چې دغه اوو خویندې د ستر اطلِس (Atlas) پنامه یوه
یوناني خدای لورګانې وې. جبار (Orion) چې یو شهوتپرسته ښکاري و، د دغه خویندو
پسې و، تر هغه چې زئوس د خدایانو خدای اووه واړه خویندې اسمان ته پورته کړې. دغه
خویندې یې د اسمان هغه سیمې ته ولیږدولې چې لا هم جبار ورپسې دی. یعنې د ژمي اسمان
په نقشه کې اووه خویندې د جبار اسماني انځور په لویدیځ کې پرتې دي، او د ځمکې د
وضعي حرکت له وجهې ریښتیا هم داسې ښکاري ته به وايي ښکاري د دوی پسې روان دی.
د پروین وږي ستوري او د غويي اسماني انځور اووه ستوري (له الدبران پرته) د ستورو یوه خلاصه ډله جوړه کړې چې په کې له سلو ډېر ځوان ستوري پراته دي. ویل کیږي چې دغه ټول ستوري له یوې سترې ګازي ورېځي یا سحابي څخه جوړ شوي. په غیرمسلح سترګو د پروین وږي شپږ ستوري کولی شو ووینو. په افسانو کې راغلي، یوه له دغه اووه خویندو چې الکترا (Electra) نومېدله د ترویا (Troja) ښار د بنسټاېښودونکي مور وه. او د دغه ښار د ورانېدو په ویر کې یې، خپلې خویندې پرېښولې او د ستر ییږ(دب اکبر) اسماني انځور د محوري ستوري ترڅنګ پټه شوله. ریښتیا هم ستر ییږ اسماني انځور د (Little Rider) پنامه یو ستوری لري چې په غیر مسلح سترګو د لیدو وړ دی.

نظرات
ارسال یک نظر