ان د یوه عادي دوربین په مرسته کولی
شو د سپوږمۍ پر سطحه جالب شان ووینو. مثلاً کولی شو د سمندرونو پولې دقیقې تشخیص کړو.
که دوربین په یوه ځای باندې ثابت کیږدو، کولی شو د اورغورځونې ستر سوري هم ووینو
(البته دا کار هغه مهال ښه ممکن کیږي چې دوربین مو د لس ځله ستر ښودلو وړتیا ولري).
دغه روښنايي او واضیح معلومیدل د سپوږمۍ د هلال(وږمۍ) ستریدلو او وړیدلو په وخت کې
زیاتیږي، ځکه دغه سوري د سیوري او روښنايۍ په پوله پراته دي. په بدر (سپوږمۍ) یا
څوارلسمه سپوږمۍ حالت کې کولی شو ووینو چې څنګه د ځینو سوریو څخه نوري وړانګې بهر منعکس
کیږي.

نظرات
ارسال یک نظر