لړم اسماني انځور په شکل کې بیخي
ډېر لړم ته ورته دی. دغه اسماني انځور په شمالي نیمکره کې نه لیدل کیږي، خو په سوئلیزه
نیمکره کې د تلې (میزان) او لیندۍ (قوس) اسماني انځورونو ترمنځ واضیح ښکاري. په
دې اساس لړم اسماني انځور له میلاده کابو 5000 کاله مخکې
پېژندل شوی دی. کله چې لړم اسماني انځور له ختیځه را خیژي، ښکاري اسماني انځور په
لویدیځ کې لویږي. انسان داسې ګومان کاوه چې د اسمان ښکاري (جبار) غواړي د لړم له
لارې ځان لرې کړي. د یوناني افسانې په اساس لړم د «ارتمیس» الاهې په امر ښکاري
وچیچا او مړ یې کا. ویل کیږي چې له هغه وروسته ښکاري د اسماني انځور په توګه اسمان
ته پورته شو او له لړم څخه دومره کرکه لري چې مازې په ختیځ کې لړم اسماني انځور را
پورته شي، ښکاري په لویدیځ کې لویږي او ځان ترې پټوي. دغه اسماني انځور له اروپا
څخه په بشپړ ډول نه ښکاري، خو اصلي ستوری یې چې د لړم زړه یا الفا لړم یا انتارس (Ariadne) نومیږي له
منځنۍ اروپا څخه په آسانۍ په سره رنګ کې لیدل کیږي. دغه ستوری چې د مړینې په حال
کې دی، یعنې پړسېدلی او په سره رنګ اوښتی، له لمر څخه 700 ځله ستر قطر
لري. د لمر پر شاوخوا د ځمکې ټول مدار په دغه ستوري کې ځاییږي. د لړم زړه ستوری
شاید د بشري نسل په موجودیت کې د سترېچاودنې(Super Nova) په توګه وچوي.
که داسې وشي دغه ستوری به د څو اونیو لپاره د ورځې هم ولیدل شي، خو له دې چې زموږ
څخه یې واټن ډېر لرې (500 نوري کاله) دی، نو چاودنه یې موږ ته هیڅ راز
زیان نه رسوي. د شمالي نیمکرې د اوسیدونکو لپاره لړم اسماني انځور د بد مرغۍ او
ناروغۍ نښه وه. خو د سوئلیزې نیمکرې اوسیدونکو دغه اسماني انځور د ښهبخت نښه
ګڼله، دوی د لړم په لکۍ کې د ماهينیونکي چنګک لیدلو. په یوه پولینزیايي (Polynesia) افسانه کې
راغلي چې یوه ځوان په دغه چنګک کې یو ستر ماهي راګیر کړی و. کله یې چې وغوښتل ماهي
وچې ته راوړي پام یې کیږي چې د غرونو، وڼو او بیلابیلو الوتونکو څخه ډکه یوه ټوټه
ځمکه یې په چنګک کې را نیولې. دغه ځوان په ډېر زور او دفعتاً چنګک پاس کش کړ او په
دې توګه یې یوه نوې جزیره جوړه کړه. افسانه دغه واقعیت څرګندوي چې ډېري جزیرې د
اورغورځونې وروسته له اوبو را پورته شوي.

نظرات
ارسال یک نظر