رد شدن به محتوای اصلی

سلواغه (دلو) اسماني انځور د نوح ع له توپان سره څه اړیکه لري؟

 

سلواغه یا د اروپایانو په اصطلاح میرآب یو تر ټولو لرغونۍ اسماني انځور دی. د افسانو له مخې میرآب د لرغوني یونان په «سمندر» نومې پراخه سیمې باندې حکومت کاوه. د اسمان په دغه سیمه کې ډېري هغه اسماني انځورونه چې له اوبو سره تړاو لري را ټول دي، مثلاً دلفین، مرغومی، قیطس (Cetus) او رودغاړه یا اریدانوس اسماني انځورونه په دغه سیمه کې راغونډ دي. خلکو دغه اسماني انځورونه د ژوندانه چینه ګڼله، دوی داسې فکر کاوه کله چې لمر له دغه اسماني انځورونو تیریږي، نو باران وریږي.

ډيري لرغوني قومونه د نوح ع توپان په هکله په خپلو تاریخي کتیبو کې یو څه لري، د دغه توپان په اړه په اسماني کتابونو (لکه تورات او قران) کې هم یادونه شوې. لرغوني یونانیان هم په دې باور وو چې دغه توپان د خدای له لورې د فاسد انسانانو د جزا لپاره شوی و. د یوناني افسانو له مخې یوازې دوه تنه له دغه توپانه ژوندي پاتې شول. دغه دوه تنه ښځه او میړه وو چې د دویکالیون (Deucalion) او پیورها (Pyrrha) پنامه یادیدل. دوی هم د نوح ع په څېر د کښتۍ په مرسته وکولی شول له توپانه ژوندي ووځي. له توپان وروسته چې اوبه بیرته کېناستلې، دوی ولیدل چې په ځمکه یوازې دي او نور ټول انسانان له منځه تللي. د دې لپاره چې ځمکه بېرته د اوسیدلو سیمه شي، د زئوس لخوا دوی ته ویل کیږي چې تیږي خپل شاته اچوي، هره تیږه به یې چې شاته اچوله یو انسان به په ځمکه کې پیدا کیدا. ویل کیږي له هغه وروسته دویکالیون د خدای لخوا د سلواغې اسماني انځور په توګه واوښت او اسمان ته پورته شو. د اسمان په ډېرو نقشو کې سلواغه (دلو) اسماني انځور د ځوان ګاني‌مد (Ganymed) په توګه ښودل کیږي چې په لاس کې یې منګی نیولی دی او د خدایانو له لوري مؤظف شوی تر څو انسانانو ته اوبه ورسوي.



نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

نړۍ څنګه منځته راغلي؟

  لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستار‌تریک، د ساینس‌فیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل‌ شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟    که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکه‌مرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

تلویزیون ملی افغانستان

من و ژاله سرمست محصل فزیک-نجوم پوهنتون (یل)، به نماینده ګی از انجمن نجوم افغان در مورد فعالیت های این انجمن در برنامه صبح بخیر تلویزیون ملی دعوت شده بودیم. حین قدم زدن در دهلیزهای رادیو تلویزیون یادم آمد که همین دیوارها، باری صدای پای هنرمندان شقیقه درشت و حنجره طلایی همچون احمدظاهر و ممثلین خوش سیما و قد بلند همچون فضل رحیم سیلی و رهبران عدالت‌پسند و وزیران کارکن ایشان را انعکاس داده و امروز صدای پای من را منعکس میکند. شانه هایم را زیر بار ګران احساس میکردم و سخت زیر تاثیر بودم. احساس میکردم کاری میکنم که اصلا از توان پوره نیست. چون همین سټیشن پنجاه سال قبل به فضا نشینان پیام های کِشت، محبت و خنده ممثلین را ارسال می‌نمود، درین روزها پیام های کُشت، نفرت و ګریه های مجروجین را ارسال می‌نماید. ما چقدر به عقب رفتیم... ما چقدر به عقب رفتیم

د راتلونکې وړاندوېنه کولی شو؟

  لیک: سټیفن هاوکینګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    پخوا زمانو کې، نړۍ په بشپړ ډول تصادفي/خپل‌سرې ګڼل کېدله. ناورینونه لکه سېلاب، طاعون، زلزلې او اورغورځونې بې‌دلیله ګڼل کیدل او وړاندوېنه یې نه کېدله. لومړنیو انسانانو دغه شان طبیعي پدیدې د خدایانو او الهو له لورې ګڼلې. د دوی د خدایانو کارونه د وړاندوېنې نه وو. په هیڅ صورت نه پوهېدل چې خدای به څه پېښ کړي. معبدونو ته د تحفو په وړلو او ښه عمل ترسره کولو سره به دوی د خدای پام ځانته اړولو. ډېري کسان لا هم په همدې باور دي او هڅه کوي د خدای په خوشالولو سره خپل تقدیر ښه کړي. دوی په آزموینه کې د بریالي کېدو او ښې نُمرې ترلاسه کولو لپاره، ښه کارونه او مهربانه چلن کوي.    سوکه سوکه د طبیعت منظم تکرارېدونکې پدیدو ته د خلکو پام شو. دغه تکرارېدونکې پديدې د آسماني اجسامو په حرکت کې بېخي څرګندې وې. ځکه خو ستورپوهنه له تاریخي پلوه لومړی علم ګڼل کیږي. کابو درې سوه کاله پخوا نیوټن ستورپوهنې ته قوي ریاضیکي بنسټونه کېښودل. د نیوټن جاذبه نظریې په مرسته لاهم د آسماني اجسامو د حرکت وړاندوېنه کیږي. د ستورپوهنې په متابعت سره، ټولو ته جوته ...