حوت اسماني انځور هیڅ نوراني ستوری
نه لري، د سترو ښارونو اوسیدونکي دغه اسماني انځور نشي لیدلی. لرغوني بابلیانو ته
د دغه اسماني انځور ستوري مور او زوی ښکاریدل. دوی ویل چې دغه مور او زوی ځانونه
په ماهي واړول. یونانیان هم کټ مټ همداسې یو داستان لري. د مینې الاهه «افرودیت» (Aphrodite) او زوی یې
«اروس» (Eros) د «تیتونوس» (Tithonos) په نامه
یوه سړي تر څار لاندې و. تیتونوس له منځه نه تلونکی و، خو د عادي انسانانو په شان
زړیدا. تیتونوس چې رومیان یې د بد او ستر موجود په توګه مجسم کوي، د افرودیت او
وړوکي زوی پسې یې و. رومیان افرودیت ته «وینوس» وايي.
کله چې تیتونوس دغه مور او زوی ته
ځان ورساوه، مور او زوی سیند ته ټوپ واچو او ځانونه یې په ماهي واړول. وروسته له
دې پېښې، دغه ماهیان د خدایانو له لورې اسمان ته ولیږدول شول او د یوې پراخې
تړانګې په مرسته یې له یوه بل سره ونښلول. د مور او زوی دغه نښلیدل د دې لپاره و،
ترڅو موږ ته هر ځل مورنۍ مینه را یاده کړي.
کب اسماني انځور د مخکینیو
مسیحیانو لپاره هم ډېر اهمیت درلود. مسیحیت کابو 2000 کاله پخوا
پیل شوی، په بل عبارت مسیحیت هغه مهال پیل شوی چې د پسرلني اعتدال نقطه له وري څخه
کب میاشتې ته ولیږدول شوله. عیسی ع د مسیحیت په لومړیو کې په کب اسماني انځور کې
ګڼل کیدو.

نظرات
ارسال یک نظر