چنګاښ اسماني انځور د شپې اسمان کې
ډېر څرګند نه دی، ځکه ستوري یې کم نوره دي. په سترو ښارونو کې خو بیخي نه لیدل کیږي.
چنګاښ اسماني انځور انسان ته ستر یوناني اتل هرکول یا هراکلس یا هرکولس ور یادوي.
هرکول دنده لرله ترڅو، څو سره شین ښامار له منځه یوسي. دغه کار په پیل کې ناهیلې
کوونکی و. هرکول به چې د ښامار هر سر قطع کاوه، د هغه سر په ځای به یې دوه نور
سرونه پیدا کېدل. ټولو ژویو د هرکول ننګه کوله، خو د هِرا (Hera) په نامه
الاهې له هرکوله بد راتلل او د هرکول د وهلو لپاره یې چنګاښ را ولیږو. چنګاښ په
سختۍ هرکول له منځه یووړ. له هغه وروسته له دې چې چنګاښ له الاهې سره مرسته وکړه،
نو په اسمان کې د چنګاښ اسماني انځور په توګه واوښت. جالبه دا ده چې ډېري خلک دغه
اسماني انځور د کیشپ په توګه ګڼي نه د چنګاښ په ډول. مثلاً دغه اسماني انځور په
بابل کې د کیشپ او په لرغوني مصر کې د سکارابویس (Skarabaeus) په توګه
مجسم کوي. له دې چې چنګاښ اسماني انځور کمنوره ستوري لري او په سختۍ يې تصویر
مجسم کیږي، نو ډيري لرغونو قومونو دغه اسماني انځور د دروازې په توګه ګڼلو. دوی
باور درلود چې د انسانانو اروا له دغه دروازې له اسمانه ځمکې ته راځي.
لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپینغر هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستارتریک، د ساینسفیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟ که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکهمرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

نظرات
ارسال یک نظر