د ژمي په سړو میاشتو کې غبرګولی
(جوزا) اسماني انځور ان د سترو ښارونو اسمان کې هم د شپې لخوا معلومیږي. د غبرګولي
اسماني انځور ډېر نوراني اصلي ستوري، کاستور(Castor) یا «الفا
غبرګولی» او پولوکس (Pollux) یا «بیتا غبرګولی» دي. دغه دوه ستوري د دوو
غبرګو وروڼو په یاد نومول شوي. په افسانه کې راغلي چې پولوکس له منځه نه تلونکی و،
ځکه د زئوس چې د خدایانو پلار ګڼل کیدو، زوی و. خو د کاستور پلار بشر و، نو له
منځه تلونکی و. دواړه وروڼه ستر اتلان و او هیڅکله له یوه بله نه بېلیدل. کله چې
کاستور په یوه جګړه کې مړ شو، د پولوکس لپاره له وروره بېلوالی د زغم وړ نه و. کله
چې وویل شول کاسترو باید د ځمکې لاندې تیاره سیمې ته چې مړې پکې دي، باید ولیږدول
شي، پولوکس ډېر خپه شو او وځورید. په همدې دلیل پولوکس له خپله پلاره وغوښتل چې ده
ته هم اجازه ورکړي، ترڅو مړ شي او له خپل مړه ورور سره بېرته یو ځای شي.
په زئوس باندې د دغه دوو وروڼو
مینې ډېر اغیز وکړ، زئوس، پولوکس ته یې وړاندیز وکړ چې د دې پر ځای چې تل د المپ (Olympus) خدایانو سره
ژوند وکړې، ښه ده چې له کاستور سره په نوبتي ډول یوه ورځ د مړو په سیمه کې او یوه
ورځ په المپ کې تېره کړې. پولوکس د دې لپاره چې له خپل ورور سره یو ځای شي، له فکر
پرته یې دغه وړاندیز ومنلو.
ویل کیږي چې څه موده وروسته زئوس د
دغه دوو وروڼو د وفادارۍ او یووالي د لمانځلو لپاره دوی په اسمان کې په ستورو
واړول. له هغه راهیسي دوی د ژمي په اسمان کې د غبرګولي اسماني انځور په توګه ځلیږي
او انسانانو ته د ورولۍ مینه، ملګرتیا او دوستي ور زده کوي.
په افسانو کې راغلي چې دغه دوه
وروڼه د ارګو (Argo) سمندر په سفر کې هم یو ځای و، دوی غوښتل د
وري (حمل) طلايي پوست بېرته ترلاسه کړي. ویل کیږي کله چې په توپان کې د کښتۍ د را
نسکوریدو خطر پيښ شو، دغه دوو وروڼو توپاني سمندر آرام کړ. شاید په همدې دلیل وايي
غبرګولی اسماني انځور د سمندرمزلو لپاره په ښهمرغ نیول کیږي.
په لرغوني روم کې هم دغه دوو وروڼو
ته درناوی کیږي. ویل کیږي دغه دوو وروڼو په 490 مخکې له میلاد
کال کې له رومیانو سره مرسته وکړه تر څو جګړه وګټي. د جګړې په ورځ دغه دوه وروڼه
په بانجاني رنګه لباس کې هغه مهال را څرګند شول چې په یوه چینه کې یې خپلو اسونو
ته اوبه ورکولې. وروسته له هغه بېرته ورک شول. د روم خلک د جګړې د ګټلو په مناسبت،
د دغه دوو وروڼو په یاد یو ستر معبد جوړ کړ، چې اوس یې هم اثار پاتې دي.

نظرات
ارسال یک نظر