وږی اسماني انځور یو له ډېر لرغونو
اسماني انځورونو څخه دی چې انسان پېژندلی. ډېرو لرغونو قومونو دغه اسماني انځور د کرنې
پاکې الاهې په توګه ګڼلی و. بابلیانو په دغه اسماني انځور کې د «ایشتار» الاهه لیدله.
د ایشتار الاهې، د غَلې له خدای «تموز» (Tamuz) سره مینه
درلودله. ایشتار اصلاً د بابل اتمه دروازه وه. هر کال به چې غَله رېبل او ځمکه
اړول کېدله، ایشتار به خپه وه. ایشتار به په ژمي کې د ځمکې لاندې نړۍ ته تلله ترڅو
«تموز» بېرته را وګرځوي، تموز به د هر کال په سر کې د ایشتار په غوښتنه بېرته په
تازه او زرغونو جامو کې په ځمکه را څرګند شو.
دغه اسماني انځور لرغونو یونانیانو
د کرنې «دِیِمِتر» (Demeter) یا یې لور «پرزفون» (Persephone) الاهه ګڼله.
د خدایانو خدای «زئوس» د لاندېنړۍ له خدای «هادس» (Hades) سره ژمنه
کړې وه چې د دِیِمِتر لور پرزفون به ورته نکاح کوي، هادس دغه جلۍ وتښتوله. دِیِمِتر
الاهې چې کله خپله لور له لاسه ورکړه، غمجنه شوه او د ځمکې پرمخ ټولې وڼې او کښت
یې له منځه یووړ. بالاخره زئوس تصمیم ونیو چې د انسانانو د لوږې او قحطۍ د مخنیوي
لپاره به پرزفون هر کال اته میاشتې له خپلې مور سره او څلور میاشتې له خپل میړه
سره تېرې کړي. کله به چې پرزفون د ځمکې لاندې تلله، هوا به سړېدله، باران به
وریدلو، د وڼې پاڼې به تویدلې، واوره به ورېدله او ژمی به را رسیدو. کله به چې
پرزفون بېرته ځمکې ته راتلله، ټول ځایونه به زرغونیدل او پسرلی به پیل شو. ځکه خو وږۍ
اسماني انځور موږ ته د فصلونو بدلون را یادوي. د یونانیانو د یوه بل تعبیر له مخې،
وږی اسماني انځور، د یونانیانو د ستورپېژندنې «اورانیا» (Urania) نومې الاهه
ګڼل کیږي. رومیانو دغه اسماني انځور «استرا» (Astraea) یعنې د
طبیعت د قوانینو او عدالت الاهه ګڼله. لرغونو مسیحیانو به په دغه اسماني انځور کې
«بيبي مریم» لیدله.
د ساینسي میتود له برکته اوس
پوهیږو چې د وږي اسماني انځور اصلي ستوری یعنې «سماک اعزل» (Spica) زموږ څخه 280 نوري کاله لرې دی او د لمر په پرتله 2300 ځله نوراني
دی. دغه ستوری په واقعیت کې جوړهيي ستوری دی، چې په 4 ورځو کې یو
ځل د یوه بل پر شاوخوا تاویږي.

نظرات
ارسال یک نظر