په ډېرو کتابونو کې راغلي چې تله
(میزان) اسماني انځور د لړم (عقرب) اسماني انځور جز و. د لومړي ځل لپاره لرغونو
رومیانو د ستورو دغه ډله د یوه خپلواک اسماني انځور په توګه ومنله. په هر حال دا
ادعا دومره سمه نه ده. د دغه اسماني انځور تاریخ 2000 کاله مخکې
له میلاد ته ګرځي. ان د بابلیانو په وخت کې خلکو دغه اسماني انځور پېژندلا. دوی داسې
فکر کاوه، چې له ومړینې وروسته د انسانانو د اروا قضاوت د دغه تلې په مرسته کیږي.
تله اسماني انځور په مصر کې هم همدغه شان تعبیر درلود. ویل کیږي «آنوبیس» د لرغوني
مصر یو خدای چې د سپي شکل یې درلود، د دغه اسماني تلې په مرسته د مړو ارواوې تللې.
کله به چې د یوه مړي د اروا وزن د یوې مرغۍ له وزن څخه سپک و، نو اروا ته بې د
خدایانو سیمې ته د ورتګ اجازه ورکوله. وروسته وروسته تله اسماني انځور په عجیبه
ډول له اسمانه ورک شو او د لړم اسماني انځور جز وګڼل شو، ځکه ورسره نیږدې و، تر
هغه چې بېرته رومیانو د عدالت الاهې یا «استرا» په توګه په خپلواک ډول وپېژندلو.
د مني فصل په پیل کې لمر د تلې اسمانې
انځور نښې مخې ته راځي، لکه په مخکینیو مقالو کې مو چې وویل نجومي نښې او اسماني
انځورونو یو پر بل منطبق نه دي. په میزان کې شپې او ورځې یو شان کیږي، ځکه خو تر
ننه تله اسماني انځور د مساوات او توازن نښه ګڼل کیږي. دغه وړوکی اسماني انځور د
بابل منار او سکندریه سمندر ته چې د نړۍ له اووه عجیبه شیانو څخه دي، منسوب دی.

نظرات
ارسال یک نظر