که په یوه صافه شپه کې اسمان ته
وګورو، په غیر مسلح سترګو 3000 ستوري د روښانه نقطو په توګه لیدلی شو. په
واقعیت ټولې دغه روښانه نقطې زموږ څخه ډېر لرې لمرونه دي، چې ثابت ستوري یا په لنډ
ډول ستوري ورته وايو. ثابت ستوري له ځمکې دومره لرې دي، چې انسان په خپل ټول عمر
کې نشي پوهېدلی چې د دوی ترمنځ څه اړیکه پرته ده او دوی څنګه حرکت کوي. له دې چې
ثابت ستوري د ځمکني لیدونکي له نظره حرکت نه کوي او ځای پر ځای ولاړ دي، نو تل یو
ډول شکلونه جوړوي چې هغه ته اسماني انځور وايي. زرګونه کلونه پخوا انسان لیدل چې
لږ اسماني جسمونه په اسمان کې خپل ځایونه بدلوي (حرکت کوي). دغه غیرثابت او متحرک
اسماني جسمونو ته یې متغیر ستوري یا روان ستوري یا سیاره ویل.
نن پوهیږو چې زموږ لمر یو ثابت او
معمولي ستوری دی. د لمر د ننه د هستوي انرژۍ د تولید له وجهې نور او تودوخه
خپریږي. د لمر شاوخوا د لمر په پرتله واړه اسماني جسمونه حرکت کوي، چې سیاره ورته
وايي. سیارې نور نه لري، خپل نور له لمر څخه اخلي. زموږ ځمکه هم یوه سیاره ده. د
ځمکې مدار د ننه عطارد او زهره سیارې د لمر پر شاوخوا څرخيږي، خو د ځمکې له مدار
بهر بیا مریخ، مشتري (تر ټولو ستره سیاره)، زُحل، اورانوس او نپتون سیارې د لمر پر
شاوخوا دوراني حرکت کوي. په غیر مسلح سترګو کولی شو پینځه سیارې (عطارد، زهره،
مریخ، مشتري او زُحل) وپیژنو. دغه سیاره په ځانګړي ډول زهره او مشتري ملایم نور
لري او لکه ستوري ځلیږي. سیارې معمولاً یو یا څو سپوږمۍ لري. زموږ په لمریز نظام
کې د سیارو سربیره سپوږمۍ، سیارک او لکۍلرونکي ستوري هم شته دي.

نظرات
ارسال یک نظر