د سپوږمۍ پر مخ دوه ډوله منظرې شته: «لوړې او روښانه سیمې» او «تیاره سمندرونه». دغه دوه منظرې په غیر مسلح سترګو هم لیدلی شو. دواړه سیمې د ځمکې بازالت معدني تیږو ته ورته تیږو په وسیله پوښل شوي. د سپوږمۍ د سمندرونو بازالت د ځمکې ګدازو(له اورغورځونې راوتلي مذاب موادو) ته ورته دي، په ځانګړي ډول هغه ګدازې چې له ژورو سمندرونو راوتلي وي. سره له دې په ترکیب کې یې ځینې ښکاره توپيرونه هم شته دي. مثلاً د سپوږمۍ د سیندونو تیږې په منځني ډول د ځمکني ګدازو په پرتله لږ مقدار سیلیزیم او المونیم، خو ډېر مقدار وسپنه، تیتان او مګنزیم لري. کیمیاپوهانو د سپوږمۍ د لوړو سیمو په تیږو کې د سمندرونو بازالت په پرتله ډېر مقدار المونیم او کلسیم خو لږ مقدار وسپنه او تیتان موندلي. د دې ترڅنګ د لوړو سیمو لږ شمېر تیږې د سپوږمۍ په سمندرونو کې هم شته دي. دغه تیږې هغه مهال د سپوږمۍ پر مخ خپرې شوي کله چې اسماني جسمونه پر سپوږمۍ را لویدل. له سپوږمۍ سره د سترو او وړو اسماني جسمونو د دایمي ټکر له امله د سپوږمۍ تیږي په دایمي ډول مخلوط، ذوب یا بخار کیږي او ډيري وخت په برکسیا (Breccia) یا په بل عبارت په ترکیبي تیږو اوړي. دغه ډول برکسیا تیږي په ځانګړي ډول په لوړو سیمو کې موندلی شو. اسماني جسمونو یو د بل پسې د سپوږمۍ پر مخ را لویږي او د سپوږمۍ تیږي وړې وړې کوي او په دې توګه خاورینه او له دوړو ډکه سطحه جوړوي. فضامزلو د دغه سطحې پرمخ د خپلو پښو پلونه پرېښي دي. که هر څومره د سپوږمۍ منظرې او تیږې د ځمکې له منظرو او تیږو توپير ولري، بیا هم انسان کولی شي هماغه لومړني کیمیاوي عناصر د سپوږمۍ په تیږو کې هم تشخیص کړي، کوم چې د ځمکې، مریخ او نورو اسماني جسمونو په تیږو کې شته دي.
لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر



نظرات
ارسال یک نظر