په 1986کال
کې یوه بېفضا مزلې فضايي بېړۍ، اورانوس ته ورسیدله. نپتون ته په 1989 کال کې یوه فضايي بېړۍ ورغله. له دې مخکې مو
د اورانوس او نپتون په هکله یوازې په تلسکوپي لیدنو بسنه کوله؛ خو اوس د دغه فضايي
ماموریتونو له برکته پوهیږو چې اورانوس 27 سپوږمۍ لري او د نپتون 14 سپوږمۍ کشف شوي. په پوره ډاډ ویلی شو چې دغه
سیارې د سپوږمیو سترې کورنۍ لري. اورانوس د مشتري او زحل په څېر یو حلقوي سیستم
لري، چې له تیاره ذرو جوړ شوی، پوهانو تر اوسه د اورانوس سیارې 11 خپلواکې کړۍ کشف کړي.
لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپينغر

نظرات
ارسال یک نظر