پخوا ډيري پوهان په دې باور و چې سپوږمۍ په بشپړ ډول سړه ده. د اپولو 15 او 17په مرسته د تودوخي د جریان علمي تجربو وښودله چې سپوږمۍ په خپلو ژورو ننیو طبقو کې باید ډېره توده وي؛ ځکه د سپوږمۍ له ننۍ برخې څخه بهر خوا ته تودوخې جریان درلود. د سپوږمۍ د ننه لوړه تودوخه احتمالاً لکه د ځمکې په څېر د رادیواکتیویتي تجزیو له امله منځته راځي. انسانانو د لړزهڅارلو تجربو په مرسته د سپوږمۍ د ننۍ جوړښت او ترکیب په هکله ډېر ښه پوه شول. په لړزهڅارلو تجربو کې د مصنوعي یا طبیعي لړزو څپې ثبتوي. سپوږمۍ هم د ځمکې په څېر د سپکو ترکیبونو یو پوښ، ورپسې د هستې منحني پوښ او بیا یوه مرکزي هسته لري چې کتله یې ډیره، خو متراکمه ده. اوس کولی شو د څپو د ضعیف کېدو یا له منځه تللو څخه وټاکو چې ایا هغه مواد چې څپې ترې تیریږي مایع دي که نه. په دې ډول کشف شوه چې د سپوږمۍ هسته 1200 کیلومتر قطر لري، ټولې یا هم ځینې برخې یې باید مایع وي. دغه مسئله د ځمکې په هکله هم صدق کوي. خو سره له دې د سپوږمۍ د مرکزي هستې ترکیب لاهم نه پيژنو، که څه هم پوهیږو چې د سپوږمۍ په هسته کې، د ځمکې د هستې په څېر وسپنه او د وسپنې ترکیبونه پریمانه دي.
لیک: اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر

نظرات
ارسال یک نظر