پلوتو د لمریز نظام لرې پرته سیارګوټې ده چې یو وخت سیاره ګڼل کیدله. پلوتو
د «چارون» په نامه یوه سپوږمۍ لري. دغه سپوږمۍ کابو 1500 کیلومتره اوږده
ده. یعنې اندازه یې په واقعیت کې د خپلې سیارې نیمايي راځي. په همدې دلیل پلوتوني
سیستم تر ډېر د سیارې او سپوږمۍ په توګه نه بلکې د یوه «دوه ګوني سیارې» په توګه
پېژندل کیږي. چارون او پلوتو یوازې خپل یو مخ یوه بل ته ښيي. دا هغه حالت دی چې
ځمکه او سپوږمۍ به یې څو میلیارده کاله وروسته غوره کړي. یعنې پلوتو او سپوږمۍ یې،
په واقعیت کې د دمبل دوه نا برابرې ګلولې دي، چې د یوه بل شاوخوا څرخي. یوه فرضیه
وايي، پلوتو او چارون د نپتون سیارې دوې سپوږمۍ وې، چې له مداره یې وتلې او
خپلواکې شوي دي. اما دا فرضیه هیڅکله ثبوتېدلی نشي.
لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپينغر

نظرات
ارسال یک نظر