د لمریز نظام هیڅ سیاره د زحل په
شان د ډېرو، جالبو، پراخو او بیلابیلو سپوږمیو کورنۍ نه لري. زحل سربیره پر دې چې
ستره کړۍ پر خپل شاواخوا لري، 82 سترې سپوږمۍ یې هم کشف شوي. د زحل د سترو
سپوږمیو (میماس، انسلادوس، تثیس، دیونه او رها) انځورونه ښه پریمانه دي. دغه
سپوږمۍ له تیږو او کنګل جوړې دي. د زحل په سپوږمیو کې ډېرې قیف ته ورته کندې چې
ځینې یې غرونه هم لري، لیدل کیږي. دا شان قیف ته ورته کندې او مرکزي غرونه د ځمکې
سپوږمۍ (میاشت) هم لري. د زحل تر ټولو ستره سپوږمۍ تیتان نومیږي او کولی شو د یوه
واړه تلسکوپ په مرسته یې له ځمکې ووینو. تیتان سپوږمۍ بېسارې ځانګړنې لري؛ د ډېر
متراکم اتموسفیر درلودنکې ده. د تیتان اتموسفیر د ځمکې اتموسفیر(هوا) په څېر له
ذرو جوړ دی. د تیتان سطحي فشار د ځمکې د سطح له فشار څخه لږ ډېر دی. د تیتان سطحي
تودوخه 200 درجې د سانتیګراد ده او د ژوند لپاره وړ ځای
نه ګڼل کیږي. یعنې که د الوتونکو قابونو راکبین، زرغون رنګه واړه انسانان او د
فضايي-تخیلي(E.T) داستانونو اتلان واقعاً شته وي، نو د تیتان
سپوږمۍ اوسیدونکي به نه وي.
لیک: ډاکټر اریک ابلاکر
ژباړه: فهیم سپينغر

نظرات
ارسال یک نظر