کله چې ګالیلئو ګالیله ایتالیايي
فزیکپوه او ستورپوه په 1609 کال کې د لومړي ځل لپاره د تلسکوپ په مرسته
د سپوږمۍ او نورو ستورو لیدل پیل کړل؛ مشتري سیارې ته نیږدې یې څلور وړې نوراني
نقطې ولیدلې، چې د مشتري شاوخوا څرخیدلې. ډېر ژر دغه څلور نقطې د مشتري قمرونه
وګڼل شول. په دې توګه یو دم په لمریز نظام کې څلور نور اسماني اجسام هم زیات شول. هغه
مهال د دغه څلورو نویو اسماني اجسامو کشف ډېر شور جوړ کړ او د یو بعدي فکر
درلودونکي انسانانو خپلو افکارو ته ستر خطر ګڼلو. خو نن د مشتري سیارې ان 79 سپوږمۍ پېژندل شوي. سربیره پر دې مشتري سیاره د زحل سیارې په څېر
پر خپل شاوخوا د وړو سپوږمیو یوه کړۍ هم لري. دغه څلور سپوږمۍ د مشتري له سمندر لږ
پاس تر مشتري سیارې تاویږي. د مشتري سپوږمۍ د اندازې او شکل له مخې د مریخ دوو
سپوږمیو سره د پرتلې وړ دي. د مشتري سپوږمیو تر ټولو ستره سپوږمۍ «آمالثیا» نومیږي
چې کابو 200 کیلومتره طول لري.
په لمریز نظام کې یو تر ټولو جالب
اسماني جسم آیو (Io) دی، آیو د ګالیله څلورو سپوږمیو له ډلې
لومړۍ سپوږمۍ ده. د دغه سپوږمۍ عجیب او نادر شکل لامل شوی تر څو یو شمېر خلک ورته
پیتزا(Pizza) ووايي. ظاهراً داسې انګیرل کیږي چې د دغه پیتزا ته ورته سپوږمۍ
پر مخ رومي بانجان، پنیز او زیتون پراته وي. د مشتري دغه سپوږمۍ د ګوګرد، ګوګرد
دای اکساید او مالګې په وسیله پوښل شوې ده. که څه هم د سپوږمۍ پر مخ د اورغورځوني
سوري میلیاردونه کلونه عمر لري، خو د «آیو» څېره او ظاهر تقریباً هره ورځ بدلون
کوي. د «آیو» پر مخ د شدید اورغورځونو له امله ګدازې د سپوږمۍ سطحې ته راوځي، په
دغه ګدازو باران وریږي او ایرې کوي یې. ځکه وایو د ایو څیره له یوې ورځې بلې ته
بدلون کوي. په لومړيو کې انسانان حیران و چې څنګه امکان لري دغه اسماني جسم د ننه
دومره تود وي، داسې حال کې چې مشتری او زموږ سپوږمۍ کې کلونه پخوا اورغورځوونکي
فعالیتونه دریدلي. اوس دغه معما حل شوې. «آیو» پر خپل مدار د حرکت پر مهال په منظم
ډول د مشتري د نورو سپوږمیو د جاذبې تر اغیز لاندې راځي. مثلاً هغه مهال چې «آیو»
سپوږمۍ د «اروپا» سپوږمۍ له مخې تیریږي، د اروپا سپوږمۍ جاذبه یې له خپل مدار څخه
بهر ته راکشوي او له مشتري یې لرې کوي؛ خو کله چې د «اروپا» له مخې تیره شي، بیرته
خپل پخواني مدار ته ننوځي او مشتري ته ځان لنډوي. د «آیو» سپوږمۍ د مدار دغه انحنا
د «آیو» په جزر او مدي قوه کې بدلون راولي. په پایله کې د دغه سپوږمۍ جوړونکي اجزا
تل د ټکر او ټوټې کېدو په حال کې وي. په دې توګه یو ډول اصطکاکي تودوخه تولیدیږي.
دغه تودوخه ګوګرد او د «ایو» له سطحې لاندې مواد تودوي. وروسته بیا دغه مواد په ډېر
فشار د ګدازو په شکل له اورغورځوونکي سوریو څخه بهر راوځي. دغه مواد ځیني مهال تر 250 کیلومتره پورې پورته ټوپ وهي. په دې توګه هر ورځ د «آیو» په څېره
کې بدلونونه راځي.
د مشتري بله سپوږمۍ «اروپا» نومیږي
چې له «آیو» څخه بیخي توپیر لري. دغه سپوږمۍ په بشپړ ډول کنګل ده. ښه ده ووایو یوه
طبیعي یخچال ته ورته ده. د اروپا د کنګل پر مخ سوري موږ ته د ځمکې په کنګلونو کې
سوري را یادوي.
د دغه سپوږمۍ سطحه د «بیلیارد» ګیم
په څېر اواره ده. په بل عبارت غرونه او ژورې چې سیوری جوړوی، د «اروپا» پر مخ
نشته. «ګاني مد» د مشتري تر ټولو ستره سپوږمۍ ده چې ګالیله کشف کړه. «ګانيمد»
احتمالاً له کنګل او تیږو جوړه ده او د یوې تور رنګه نرۍ طبقې په مرسته پوښل شوې.
په دغه نازکه طبقه څو څو ځله اسماني جسمونه وریدلي. د اسماني جسمونو د ټکر له امله
له منځته راغلو سوریو څخه د طبقې لاندې پراته کنګلونه بهر راوتلي. د کنګل دغه سوري
موږ ته د ځمکې د سپوږمۍ ځلانده اورغورځونکي سوري را یادوي. البته د سوریو دغه ځلا
د روښانه دوړو له وجهې ده.
«کالیستو» د مشتري د څلورو سترو
سپوږمیو تر ټولو وروستۍ سپوږمۍ ده. شکل یې «ګانيمد» ته ورته دی. توپیر یې له
«ګانيمد» سره دا دی چې «کالیستو» پر خپله سطحه یو ستر ژوروالی لري. دغه ژوروالی
چې شاوخوا یې تمرکزي کړۍ پرتې دي، د اسماني جسم د ټکر له امله منځته راغلي. د
«کالیستو» پر سطحه له پرتو قیف ته ورته سوریو څخه تازه کنګل بهر راوځي.
د ګالیله په مرسته د مشتری دغه
څلور کشف شوې سترې سپوږمۍ کولی شو د یوه عادي دوربین په مرسته هم ووینو. البته
دوربین باید ثابت یا په یوه درېپایه ولاړ وي. د یوه واړه تلسکوپ په مرسته یې ډېر
ښه لیدلی شو. هر ورځ دغه سپوږمۍ د مشتري سیوري ته ننوځي او یا خپل سیوری د مشتري
سیارې په پلنو ورېځو غورځوي.
په لرې واټنونو او په بشپړ ډول بهر،
د مشتري شاوخوا وړې سپوږمۍ تاویږي. «آیو»، «اروپا»، «ګانيمد» او «کالیستو» سپوږمۍ
د ځمکې سپوږمۍ «میاشتې» په پرتله ډېرې سترې دي. خو د مشتري نورې سپوږمۍ چې په لرې
واټنونو کې د دغه سپوږمۍ شاوخوا څرخي، د ځمکې سپوږمۍ په پرتله وړې دي. یعنې قطر یې
10 تر 170 کیلومتره
دی. ډېره حیرانونکې ده چې د مشتري د سپوږمیو د دقیق شمېر په هکله مباحثو موږ دومره
بوخت ساتلي یو چې د ستورپوهنې له ډېرو مهمو موضوعاتو(لکه د ستورو له پیدایښت یا د
نړۍ له پړسیدلو) یې زموږ پام اړولی. که د مشتري پر شاوخوا ټولې تاویدونکي ذرې حساب
شي، نو ویلی شو چې د مشتري شاوخوا میلیاردونو اسماني جسمونه تاویږي. یا په بل
عبارت مشتري میلیاردونه سپوږمۍ لري.
لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
سپرغ
ۍ
سس
سپرغ
ۍ
سس

نظرات
ارسال یک نظر