په نجومي طالع لیدنو کې د ستورپوهنې (چې یو دقیق طبیعي علم دی) برخلاف، هڅه کیږي تر څو د ستورو د وضعیت په پام کې نیولو سره، د ځمکنيو پېښو د پېښېدلو وړاندوینه وکړي. په دې اساس طالعلیدونکي په دې باور دي چې د هر انسان د زېږېدلو پر مهال اسماني انځورونه، سیارې، لمر او سپوږمۍ په یوه ځانګړي وضعیت کې وي، نو د دغه اصل له مخې موږ کولی شو د هر انسان رواني ځانګړنې مطالعه کړو او د هغه پيښو د پېښیدو وړاندوینه وکړو چې په ژوند کې یې پېښېدونکي دي. زرګونه کلونه پخوا انسانانو ستوري یا خدایان ګڼل یا شیطانان. دوی داسې فکر کاوه چې دغه خدایان او شیطانان په ځمکنیو چارو کې لاسوهنه کوي او د پادشاهانو او عادي انسانانو په برخلیک کې ټاکونکی نقش لري. په همدې دلیل خلکو په ستورو ایمان راوړ او د ستورو عبادت یې پیل کړ. ان اوس هم داسې معابد او اهرامونه شته دي چې د دغه باورونو شاهد دي. په دې توګه سوکه سوکه د خلکو ترمنځ دغه باور پیدا شو چې د ستورو ځانګړی وضعیت د ځمکې پرمخ له ځینو پېښو سره په مستقیم او بشپړ ډول اړیکه لري. مثلاً د لرغوني بابل څخه ځینې کتیبې پاتي دي چې ښيي بیلابیلې اسماني پېښې په عین وخت کې له ځمکنیو پيښو سره تطابق لري. په بابل کې به یې ستوري په دقت کتل، ځمکنۍ پېښې لکه طوفاني هوا یا وچکالي به یې د ستورو په وضعیت پورې تړلې بلله. خلکو به له دغه کتیبو څخه د وړاندوینو لپاره ګټه اخیستله، البته دغه وړاندوینې بیخي کمې سمې راختلې. په دې توګه ورو ورو د ستوريلوستلو هنر یا نجومي طالع لیدنه پيل شوه. د میاشتو دایرې (دایرهالبروج) د سیارو او نجومي نښو معنی او مفهوم موږ ته په ډېر عجیب او غریب ډول تعریف شوي. مثلاً د یوې سیارې رنګ او ظاهري شکل د هغه پر اغیز او کارکړنه یي ژور تاثیر درلود. مریخ سیاره چې له رنګه سره ده د جګړې خدای به یې بلله او زهره سیاره چې ښایسته نور یې درلود د مینې الاهه ګڼل کیدله. د میاشتو دایرې په اسماني انځورونو کې وری (حمل) قهرجن او بدخویه ګڼل کیږي، خو تله (میزان) اسماني انځور بیا متوازن او ارام بولی.
په لومړیو کې به د طالعلیدنې هنر یوازې د یوې بادشاهۍ یا د یوه پادشاه په اړه د وړاندوینو لپاره کارول کیدا. وروسته وروسته یې دغه هنر د هر انسان لپاره کارولو. د دغه هنر د کار اساسي اصل د شخص د زېږیدلو پر مهال په اسمان کې د ستورو د ځانګړۍ وضعیت څېړل دي. نجومي طالعلیدنې په اروپا کې د ۱۴۰۰ او ۱۶۵۰ کلونو ترمنځ ډېره وده وکړه. خو ډېر ژر اوسنیو طبیعي علومو دغه باورونه له منځه یوړل او له خلکو یې هېر کړل. د نجومي طالعلیدنو هنر هره ورځ خپل ځواک او په خلکو کې یې نفوذ له لاسه ورکړ، ان په پوهنتونونو کې یې علمي کرسۍ له منځه لاړې. سره له دې په وروستیو کلونو کې بیرته د نجومي طالعلیدنو په هکله تودې خبرې روانې دي. ډير خلک اوس هم له طالعلیدونکو غواړي ترڅو د دوی بخت وګوري، یا په مجلو کې ګرځي ترڅو وویني آیا مثلاً په راتلونکي اونۍ کې د وري (حمل) میاشتې زیږیدلی نارینه یا د لړم میاشتې زیږدلې ښځینه په خپل کار یا د ژوند ملګري په موندلو کې ښه بخت لري، که نه؟ نجومي طالعلیدنه ان د احصائیوي او احتمالي څېړنو په مقابل کې مقاومت نشي کولی او که وغواړو له دغه موضوع سره غیردوستانه عمل وکړو، نو کولی شو ووایو دغه وړاندوینې ډېري وخت اتفاقي سمې راخیژي.
لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر

نظرات
ارسال یک نظر