د سپوږمۍ څېره به په راتلونکو میلیاردونو کلونو کې په ډېر زحمت بدلون وکړي، ځکه اوس د سپوږمۍ پر مخ د اسماني اجسامو ورښت بیخي په نشت حساب دی. سپوږمۍ په ځمکه کې د جزر او مد د رامنځته کولو په مرسته د ځمکې وضعي حرکت په تدریجي ډول سوکه کوي. لامل یې دا دی چې د جزر او مد په ترڅ کې د ځمکې پرمخ دوه «مد غرونه» جوړیږي او د دغه غرونو لاندې ځمکه مجبوره ده ترڅو پرخپل محور وڅرخي. کله چې پر خپل محور د ځمکې دوراني حرکت سوکه شي، زموږ سیاره(ځمکه) خپله انرژي له لاسه ورکوي. د ځمکه دغه له لاسه وتلې انرژي باید په یوه بل ځای کې ذخیره شي. ځکه په فزیک کې د (انرژۍ د تحفظ اصل) وايي انرژي نه له منځه ځي او نه منځته راځي؛ نو د ځمکې انرژۍ یوه برخه سپوږمۍ اخلي او په مرسته یې تل له ځمکې ځان لري کوي او سوکه د ځمکې پر شاوخوا ګرځي.
د ځمکې ورځ چې په لومړیو کې 5 ساعته وه، اوس 24 ساعته شوې. پخوا سپوږمۍ په 24 ساعتونو کې د ځمکې شاوخوا خپل دوراني حرکت بشپړولو اوس دغه حرکت په څلورو اونیو کې بشپړوي. میلیاردونو کلونو وروسته که چېرې ځمکه پخپل حال پاتې وه، د ځمکې یوه ورځ به 55 ورځې وي. سپوږمۍ به هم په 55 ورځو کې د ځمکې پر شاوخوا خپل یو دور بشپړوي. په دې صورت کې به ځمکه یوازې خپل یو مخ سپوږمۍ ته ښيي، بیخي داسې لکه سپوږمۍ چې اوس خپل یو مخ موږ ته راښيي. کله چې د ځمکې یوه ورځ 55 ځله 24 ساعتونه وي، دا په دې معنی ده چې لمر به د ځمکې په یوه ځانګړې برخه یوه میاشت پرله پسې وړانګونه کوي. د ورځې لخوا به د ځمکې د سمندر هغه برخې چې لمر خوا ته دي، ایشي( په جوش به راځي). خو د ځمکې هغه برخې چې لمر ته یې څټ دی، کنګل کیږي به. په دغه شرایطو کې به د ځمکې پرمخ ژوند ناممکن وي. په هر صورت شاید ځمکه تر هغه حالته ونه رسیږي. ځکه محاسبې ښيي چې پنځه میلیارده کاله وروسته به لمر ومري، خو له مړینې مخکې به وپړسیږي ځمکه او سپوږمۍ په ځان کې هضم کړي.
لیک: اریک اوبلاکر

نظرات
ارسال یک نظر