له ځمکې پرته اووه نورې سیارې (عطارد، زهره، مریخ، مشتری، زحل، اورانوس او نپتون) هم د لمر شاوخوا تاویږي. عطارد او زهره د ځمکې له مداره مخکې پرتې دي چې ننۍ سیارې یې بولي. مریخ، مشتري، زحل، اورانوس او نپتون د ځمکې له مداره وروسته په لمریز نظام کې ځای نیولی چې بهرنۍ سیارې ورته وايي. سربیره پر دې زرګونه تیږې د مریخ او مشتري د مدار ترمنځ پرتې دي. د لمریز نظام په نورو برخو کې هم ځینې تیږي شته دي پر خپل اړوند مدار د لمر شاوخوا څرخي. دوې ننۍ سیارې (عطارد او زهره) سپوږمۍ نلري. تر اوسه د مریخ دوې سپوږمۍ د مشتري 79 سپوږمۍ او د زحل 82 سپوږمۍ کشف شوي. اورانوس 27 سپوږمۍ، نپتون 14 سپوږمۍ او پلوتو چې سیاره نه بلکې لرې پرته سیارګوټې ده، 5سپوږمۍ لري. سربیره پر دې مشتري، زحل، اورانوس او احتمالاً نپتون پر خپل شاوخوا حلقوي سیستم لري، چې له میلیاردونو ډېرو وړو سپوږمیو څخه جوړ شوی. باید وویل شي د زهرې، مریخ او ځمکې شاوخوا چې کومې مصنوعي سپوږمکۍ تاویږي په پاسنیو محاسبو کې مو نه دي حساب کړي؛ یعنې په پاسنیو محاسبو کې زموږ موخه یوازې د سیارو طبیعي سپوږمیو شمېرل و.
لیک: اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر

نظرات
ارسال یک نظر