مخکې مو وویل چې په پوره ډاډ فرضولی شو چې سپوږمۍ د ځمکې او نورو سیارو په څېر کابو 4.6 یا 4.5 میلیارده کاله مخکې منځته راغلې. په سر کې سپوږمۍ تر څو سوه کیلومتره ژوروالي پوري مذاب(له اوره ډکه) وه. د سپوږمۍ په پورتنۍ برخه کې سپک مواد پراته وو چې له سړیدلو وروسته یې د سپوږمۍ روښانه پوښ جوړ کړ. دغه سطحه په سر کې اواره وه، خو میلیونونه کلونه سترې او وړې اسماني تیږې پرې را وریدلې، ځکه کندې پکې جوړې شوې. پر سپوږمۍ د اسماني تیږو دغه ورښت د نن په پرتله په لومړنیو 500 میلیون کلونو کې بیخي ډېر و. د دغه ټکرونو له امله زرګونه د اورغورځونې سوري د سپوږمۍ پر مخ جوړ شول. ان یو شمېر ستر اسماني جسمونه هم په سپوږمۍ را ولویدل چې له امله یې سترې او ژورې کندې د سپوږمۍ پر مخ جوړې کړې. وروسته، یعنې کابو 3.2 تر 3.9 میلیارده کاله پخوا د سپوږمۍ پرمخ ژورو کندو اورغورځونکي فعالتونه پیل کړل او له اوره ډک مذاب مواد یې د سپوږمۍ سطحې ته شړل. په دې توګه د سپوږمۍ «سمندرونه» جوړ شول. «ترانکویلیتاتیس» سمندر 3.6 میلیارده کاله پخوا، «فونکوندیتاتیس» سمندر 3.4 میلیارده کاله پخوا او «پروسلارم» سمندر 3.2 میلیارده کاله مخکې له ګدازو(له اوره ډک مذاب موادو) څخه ډک شول. د اورغورځونې له امله نوي مذاب مواد کابو 700 میلیونه کاله د سپوږمۍ له منځه راوتل. دغه مذاب مواد(ګدازې) چې د رادیواکتیف تعاملاتو له امله یې مذاب او له اوره ډک شکل غوره کړی و، د ژورو کندو له ډکیدو وروسته شاوخوا سیمو ته خپریدل. میلیاردونه کلونه وروسته دغه ډکې شوې کندې د لومړیو ستورپوهانو لخوا هغه مهال «د سپوږمۍ سمندرونه» ونومول شوې چې د لومړي ځل لپاره یې سپوږمۍ په تلسکوپ لیدله. د سپوږمۍ پر مخ هغه سیمې چې موږ ته د سمندر په څېر ښکاري یو وخت اورغورځوونکې ژورې سپینرنګه کندې وې. په هر صورت، دغه سیمې د ګدازو په مرسته د تل لپاره وپوښل شوې. د سپوږمۍ سیندونه لږ اورغورځونکي سوري لري، ځکه اوس دومره اسماني اجسام په سپوږمۍ نه را لویږي ترڅو دغه سوري او کندې جوړې کړي.
له دغه پيښې 3.2 میلیارده کاله وروسته د سپوږمۍ پر مخ داسې کومه ځانګړې پېښې نه ده پېښه شوې، یوازې کم شمېر اسماني اجسام پر سپوږمۍ را لویدلي چې د «کوپرنیک»، «تیخو» او «کپلر» وړانګهلرونکي سوري یې جوړ کړي. له دغه سوریو څخه بهر راوتلي موادو د سپوږمۍ لومړنۍ او پخوانۍ برخې وپوښلې. کله چې سپوږمۍ په تلسکوپ ګورو، په واقعیت کې د ځمکې ګاونډۍ نړۍ ته نه ګورو، بلکې یوه لرغوني تاریخ ته ګورو. د سپوږمۍ پر مخ هرې منظرې ته چې ګورو، له 3 میلیاردو کلونو ډېر عمر لري. خو د ځمکې څېرې بیا د اورغورځوونکو فعالیتونو، توپانونو، واور او باران وریدلو، د سترو کنګلونو جوړیدلو او د بیولوژیکي بدلونونو له امله تل بدلون کړی. د سپوږمۍ پرمخ تر ټولو ځوانه کنده، 20 میلیون کاله عمر لري او له جوړیدو څخه یې تر اوسه ډېر لږ بدلون پکې راغلي. دغه سوری کُن (Cone) نومیږي. په سوئلیز آلمان کې «نوردلینګر» قیف ته ورته کنده چې د اسماني جسمونو د را لویدلو له امله جوړه شوې ده، کابو 14.9 میلیون کاله عمر لري، خو نن سبا تر ډېره اواره شوې او کندې ته نه ورته کیږي.
لیک: اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر

نظرات
ارسال یک نظر