په 1959 کال کې د «لونیک 2» پنامه د شوروي اتحاد فضابېړۍ وموندل چې سپوږمۍ د ځمکې په څېر عمومي مقناطیسي ساحه نلري. خو د سپوږمۍ پر مخ داسې سیمې شته چې د دغه شان ساحو اغیزې پکې موندل لیدل کیږي. مثلاً د اپولو 16 فضامزلو په (North Ray Crater) سیمه د څېړنو په پایله کې وموندله چې نوموړې سیمه مقناطیسي ساحه لري. یوه بله ضعیفه سیمهییزه مقناطیسي ساحه هم د سپوږمۍ په شاتنۍ برخه کې د (Van de Graff) پنامه یوې ژورې کندې ته څېرمه شته ده. سره له دې د سپوږمۍ تیږي ښيي چې سپوږمۍ کابو 3 میلیارده کاله پخوا یوه عمومي مقناطیسي ساحه درلوده چې اوس له منځه تللې.
لیک: اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر

نظرات
ارسال یک نظر