له نجومي طالعنما څخه موخه د هر انسان د زېږېدلو پر مهال د لمر، سپوږمۍ، سیارو او د میاشتو دایرې( دایرهالبروج) د وضعیت څرګندونه ده. د دې کار لپاره اسمان په اصطلاح په ۱۲ برخو یا میاشتو ویشي. په دغه ویش کې لومړۍ میاشت د ختیځ افق لاندې پرته وي او ورپسې ۱۱ نورې میاشتې پرتې دي. شپږمه میاشت دقیقاً د لویدیځ افق لاندې پرته وي، له ۷مې تر ۱۲مې میاشتې پورې له افق خط څخه پورته دي.
هره میاشت ځانګړې معنی او مفهوم لري. مثلاً لومړی برخه یا میاشت، روحي ځانګړنې او کړنې بیانوي. دویمه برخه مادي وسایل او پانګه ښيي. درېیمه برخه د خپلوانو او ګاونډیانو سره اړیکي څرګندوي. څلورمه برخه اصلیت، مور او پلار، رواجونه او اداب ښيي. په هر حال په دې هکله باید ووایو چې دا یوازې اټکلي او عمومي ویش دی. د طالعنما د دغه ویش له یوې برخې څخه بلې برخې ته په ورتګ سره ډېرې نورې ځانګړنې ترلاسه کولی شو. په هر صورت بېرته د میاشتو یا برخو توصیف ته راګرځو. پنځمه برخه بخت او طالع، د فراغت او تفریح وخت ته ځانکړې ده. شپږمه برخه روغتیا ته وقف ده. اوومه برخه د ژوند ملګري (واده)، سوداګریز او کاري ملګرو ته مختص ده. اتمه برخه مړینې ته ځانګړې شوې. نهمه برخه مهاجرت او بهرنیو سفرونه ته بیله شوې. لسمه برخه دنده ښيي. یوولسمه برخه دوست او دوولسمه برخه دوښمن ته ده. طالعلیدونکي وايي د هر انسان د ځانګړنو د درک لپاره دا مهمه ده چې د زیږېدلو پر وخت یې د دایرهالبروج کومه نجومي نښه او کومه سیاره په کومه برخه یا میاشت پرته وه. سربیره پر دې د یوه بل په پرتله د لمر، سپوږمۍ او سیارو وضعیت له یوې خوا او له بل پلوه د میاشتو دایرې په پرتله د دوی وضعیت ډېر د اهمیت وړ دی. سمتالراس هم په دې مورد خپل نقش لري. له سمتالراس څخه موخه د ختیځ افق او د میاشتو دایرې د تقاطع نقطې دي. د میاشتو دایرې (دایره البروج) مدار په دریو صلیبونو چې هر یو یې څلور نجومي نښې لري، ویشي. مثلاً «بنسټیز صلیب» وری (حمل)، چنګاښ (سرطان)، تله (میزان) او مرغومې( جدې) نجومي نښې په ځان کې رانغاړي. هغه انسانان چې په دغه نجومي نښه کې سمتالراس یا د ستورو ټولګه لري، د نجومي طالعلیدونکو په وینا ډېر فعال او کاریګر دي. له هغه وروسته د «بدلیدونکي نښو» درلودونکی صلیب پروت دی چې د غبرګولي( جوزا)، وږي( سنله)، کب(حوت) او لیندۍ(قوس) نجومي نښې پکې دي. دغه نښې اطاعت، سر اېښودنې، تسلیمېدنې، نرمي او کنایه ویلو ته تمایل ښيي.
او بالاخره درېیم صلیب «ثابت صلیب» نومیږي چې غویی( ثور)، زمری(اسد)، لړم( عقرب) او سلواغه( دلو) نجومي نښې پکې دي. دغه نښې د ثابتوالي، سرسختۍ او مقاومت څرګندونه کوي. خلک تر ډېره په دې باور وو، چې طبیعت له څلورو اصلي عناصرو (خاوره، اوبه، اور او باد) جوړ دی. دوی ویل نړۍ له دغه څلورو عناصرو جوړه شوې. دغه عناصرو زموږ پلرونو ته د اوسنیو کیمیاوي عناصرو یا بنسټیزو ذرو حیثیت درلود. د میاشتو دایرې نجومي نښې هم په همدغه عناصرو ښودل کیږي. هرې درې نجومي نښې د مثلث په درېو څنډو کې پرتې وي. په دې دوګه وری(حمل)، زمری(اسد) او لیندی(قوس) نجومي نښو ته د اور نښه کاریږي او د پیدايښت مثلث یې نوموي. غبرګولی(جوزا)، تله(میزان) او سلواغه(دلو) نجومي نښې ته د باد سمبول کاروي او ارماني مثلث ورته وايي. غویی(ثور)، وږی(سنبله) او مرغومی( جدې) نجومي نښې ته د خاورې نښه کاروي او مادي مثلث نوموي. بالاخره چنګاښ(سرطان)، لړم( عقرب) او کب( حوت) نجومي نښې د اوبو په مرسته ښيي او د احساس مثلث ورته وايي.
سیارې چې د نجومي طالعلیدونکو په نزد لمر او سپوږمۍ هم په دغه ډله کې دي، تل غواړي مثبت یا منفي شي. کله چې سیارې په ځانګړې نجومي نښه کې (هغه نښه کې چې د دوی د حاکمیت سیمه ده) پرېوځي، ډېر تاثیر لري. په دې توګه مثلاً کله چې سپوږمۍ په چنګاښ(سرطان) نجومي نښه کې پرېوځي، ډېر تاثیر پرېباسې. نجومي طالعلیدونکي وايي چې لمر ډېر تاثیرناک دی. په طالعنما مجلو کې لمر غالباً یوازینی ستوری دی چې وضعیت یې په ډېر دقت څېړل کیږي. لمر د ژوند او قدرت څرګندوی دی. نجومي طالعلیدونکي وايي لمر په زمري(اسد) نجومي نښه کې حاکمیت لري او د سپوږمۍ برخلاف مثبت قطبي تمایل لري. که وغواړو د هرې سیارې د نجومي طالعلیدنې د نفوذ او ځانګړنو په هکله بحث وکړو، بحث مو ډېر اوږدیږي.
د نجومي طالعلیدنې د وړاندوینې ځواک په هکله ډېر اعتراضونو او غبرګونونه شوي. احصائیوي څېړنو تل ښودلې چې د یوه شخص د زېږیدلو پر مهال د نجومي نښې په مرسته د هغه د رواني ځانګړنو او راتلونکي په هکله ټولې سمې راختلې وړاندوینې اتفاقي دي. د یوه نوي زیږدلې ماشوم په هکله ښایسته توصیفونه پرته له دې چې په نجومي نښو پوه شو، د ماشوم د مور او پلار او ماحول له دقیقې مطالعې څخه هم ممکن وړاندې کړو. یعنې دا کار تر ډېره ارواپوهنیزې پوهې ته اړتیا لري. هغه دوه غبرګوني چې په عین وخت کې له دوو بیلو میندو زیږېدلي وي، سره له دې چې د زیږیدلو نیټې او وخت یې یو شان دی، خو له یوه بله بیخي متفاوتې ځانګړنې لري. که نجومي طالعلیدنې سمې وي، نو دغه غبرګوني باید یوه بل ته ورته نجومي طالعنما او ځانګړنې ولري، اما عملاً دغه مسئله تل سمه نه وي. یا اصولاً هغه کسان چې په عین وخت او ځای کې زیږېدلی وي، باید یوه بل ته ورته ځانګړتیاوې ولري، خو وینو چې داسې نه ده. ضمناً هغه کسان چې په نجومي طالعلیدنو باور لري باید له ځانه وپوښتي چې ولې په نجومي طالعنما کې د زیږیدلو دقیقې نیټې ته اړتیا وي. انسان له خپل ټولو غړو او کیفیت سره له زیږیدلو مخکې د مور په نس کې ژوند کوي. بله مسئله دا چې د ځمکې زنګیدلي حرکت (wobble) له مخې اوس وخت کې نجومي نښې او اسماني انځورونه پر یوه بل منطبق نه دي. یعنې د وري (حمل) نجومي نښه په کب( حوت) اسماني انځور پرته ده. دا په خپل ذات کې جالبه او د پام وړ خبره ده. سره له دې ټولو نیوکو چې په نجومي طالعلیدونو شوي دي، ډیري انسانان په دې باور دي چې ستوري د دوی په برخلیک اغیز لري او د خپلو چارو د ترسره کولو لپاره د نجومي طالعلیدونکو وړاندوینو ته رجوع کوي.

نظرات
ارسال یک نظر