طبیعي قوانین په ټوله نړۍ
کې یو شان دي. د دغه طبیعي قوانینو پر اساس ستوري، لمریز نظامونه، سیارې او سپوږمۍ
منځته راغلي. د فضا په هر ګوټ کې کولی شو د نویو لمریز او سیارهيي نظامونو منځته
راتګ ووینو. سربیره پر دې اوس د ځینو ګاونډي ستورو تر څنګ سیارې هم تشخیص شوي. په
دې اساس په پوره ډاډ ویلی شو چې زموږ د کیهان په ژورو کې ډېرې سپوږمۍ شته دي؛ خو
له دې چې زموږ څخه ډېر لرې واټن لري، نو نشو کولی ان تر ټولو نیږدې لمریز نظام هم
عملاً کشف کړو.
لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر

نظرات
ارسال یک نظر