اوس موږ ډاډه وایو چې سیارې او سپوږمۍ کابو 4.6 میلیارده کاله پخوا د ګاز او دوړو سترې صفحې څخه چې د لمر پر شاوخوا تاویدله، منځته راغلي. په دغه ستره صفحه کې له مادې څخه جوړې داسې کړۍ منځته راغلې چې له ګاز او دوړو څخه یې د لمریز نظام غړي لکه سپوږمۍ، مریخ، مشتري او ځمکه جوړ شول. په هر حال دا چې سپوږمۍ څنګه د لمریز نظام د کورنۍ غړې شوله په دې هکله ځلور فرضیې وړاندې شوي:
لومړی: پخوا له اوره ډکې ځمکې څخه د سپوږمۍ بیلیدل. دویم: په لومړنیو وریځو کې د دوهګوني سیارو په توګه د ځمکې او سپوږمۍ هممهاله منځته راتلل. درېیم: د لمریز نظام په یوه لرې سیمه کې د سپوږمۍ منځته راتلل او ډېر وخت وروسته ځمکه لور ته یې جذبیدل. څلورم: له هغه تودو بخارونو څخه چې په لومړیو کې له ځمکې څخه بهر خپریدل، د سپوږمۍ جوړیدل. یعنې دغه بخارونه وورسته د متراکمو وریځو په شان د یوه توپ په شکل واوښتل او ورو ورو متراکم شول.
پوهان ټول په دې نظر دي چې ځمکه د سپوږمۍ همځولې ده. دوی وایي چې دواړه کابو څلورنیم میلیارده کاله عمر لري. دغه موضوع د سپوږمۍ په تیږو د څېړنو پرمهال ثابت شوه. د لومړۍ فرضیې (له ځمکې څخه د سپوږمۍ بیلیدلو) د ملاتړ لپاره کولی شو ووایو چې سپوږمۍ د ځمکې د پوښ په څېر کثافت، جوړښت او ترکیب لري. که دغه فرضیه سمه وي، نو سپوږمۍ باید د ځمکې له بهرنيو طبقو څخه جوړه شوې وي. د ځمکې کثافت 5.5 ګرام پر سانتيمتر مکعب دی او د سپوږمۍ کثافت 3.3 ګرم پر سانتیمتر مکعب دی. که فرض کړو سپوږمۍ او ځمکه په عین سیمه کې منځته راغلي، نو د کثافتونو دغه توپیر به ډېر ستونزمن وي چې توجیه یې کړو؛ یعنې د ځمکې او سپوږمۍ د کثافتونو توپیر ته په کتو، هغه فرضیه چې وايي سپوږمۍ د لمریز نظام په یوه لرې سیمه کې منځته راغلې او ځمکې ځانته را کاږلې، تائیدیږي. په دې معنی چې سپوږمۍ په یوه لرې سیمه کې له سپکو موادو جوړه شوې او بیا ځمکې ځانته را کاږلي ده. اما د ځمکې په مرسته د سپوږمۍ د جذبیدلو نظریې په مقابل کې هم پریمانه نیوکې شته دي چې وايي له دومره لرې ځایه ځمکې ته د سپوږمۍ جذبیدل ممکن نه دي. ځکه خو د ډېر وخت لپاره له ځمکې څخه د سپوږمۍ د بیلوالي فرضیه سمه ګڼل کیدله. که څه هم په دغه فرضیه پوهان ډېرې نیوکې لري. مثلاً له ځمکې څخه د سپوږمۍ د بیلوالي فرضیې په اساس ځمکه باید په مذاب(له اوره ډک) حالت کې په ډېر لوړ سرعت پر خپل محور څرخیدلی تر څو یې سپوږمۍ له ځان بیله کړې وی. خو عملاً دغه شان تعجیلي څرخیدلو ته توجیه او دلایل نلرو. پاسنیو ټولو مواردو ته په کتو سره اوس هغه فرضیې ته چې د تکاثف فرضیه (Precipitation Theory) نومیږي ډېر اهمیت ورکول کیږي. د دغه فرضیې له مخې سپوږمۍ باید د ځمکې له لومړني اتمسفیر څخه چې پخوا بهر شړل شوی وا، جوړه شوې وي. په دې توګه ځیني پوهان له ځمکې څخه د سپوږمۍ د بیلوالي فرضیه او د دوهګوني سیارو فرضیه له یوه بله سره په اړیکه کې بولي پرته له دې چې د دغه فرضیو ښېګڼو او بدګڼو ته پام وکړي. په هر حال باید ووایو چې ان سپوږمۍ ته سفرونو هم ونشوی کولی د سپوږمۍ د جوړښت په هکله یو ښکاره ځواب ترلاسه کړي. بالعکس موږ د سپوږمۍ د نورو برخو لکه تاریخ او تېر په هکله یې پریمانه پوښه لرو.
لیک: اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر

نظرات
ارسال یک نظر