رد شدن به محتوای اصلی

ایا د مریخ سپوږمۍ د یوه لرغوني تمدن فضايي تمځایونه دي؟


په 1877 کال کې «هال» امریکايي ستورپوه د مریخ سیارې دوه واړه ملګري کشف کړل، چې لږ ترې لرې د دغه سیارې په شاوخوا تاویدل. د مریخ دغه دوه قمرونه له مریخ څخه دومره لري دي، لکه د هواپیژندنې مصنوعي سپوږمکۍ او نړیوال فضايي تمځای چې له ځمکې لرې دي. د مریخ قمرونه فوبوس (Phobos) او دایموس (Deimos) نومیږي چې د ډار او وحشت معنی لري. له دې چې پوهان فرضوي مریخ پخوا، د نن په پرتله د ژوند لپاره وړ چاپیریال درلود؛ نو وار له مخه سړي ته داسې ګومان ورځي چې د مریخ دغه دوه سپوږمۍ شاید د منقرض شوي مریخي تمدن فضايي تمځایونه وي. د امریکا فضايي‌بېړۍ د نورو ډېرو ګومانونو په څېر زموږ دغه ګومان هم له منځه یووړ چې ویل مو په لمریز نظام کې د ځمکني ژوند سربیره نور ژوندونه هم شته دي. د مریخ دواړه سپوږمۍ کچالو ته ورته سترې تیږي دي. د مریخ سپوږمۍ هم زموږ د سپوږمۍ (میاشتې) په څېر ډېر ډېر پخوا د سترو او وړو اسماني تیږو تر بمبار لاندې وې. د اسماني تیږو د ټکر نښې لا هم د قیف ته ورته کندو په شکل د مریخ په دوو سپوږمیو کې لیدلی شو. «فوبوس» د مریخ ننۍ سپوږمۍ چې 27 کیلیومتره طول لري په 7.5 ساعتونو کې د مریخ پر شاوخوا څرخي او د «دایموس» په څېر تل خپل یو مخ مریخ ته ښيي. د اسماني تیږو د ټکر له امله د کندو سربیره د فوبوس سپوږمۍ سطحه ژور غوڅوالی هم لري. د فوبوس د سطحې دغه غوڅوالی د جزر او مد قوې له امله دی. جزر او مد قوه غواړي فوبوس سپوږمۍ دوه ټوټي کړي. «دایموس» یوازې 15 کیلومتره طول او د «فوبوس» په پرتله اواره سطحه لري، ځکه د دوړو او ګرد پلنو طبقو د فوبوس پرمخ ډېري کندې پوښلي دي. د مریخ د سپوږمیو په اړه کره معلومات نشته چې آیا له مریخ سره یو ځای منځته راغلي یا دا چې له مریخ څخه لرې جوړې شوي او بیا ډېر وخت وروسته د مریخ لخوا جذب شوي. ګومان کیږي چې د مریخ سپوږمۍ شاید یو وخت خپلواکې وړې سیارې وې.
لیک: اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپین‌غر

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

نړۍ څنګه منځته راغلي؟

  لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستار‌تریک، د ساینس‌فیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل‌ شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟    که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکه‌مرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

تلویزیون ملی افغانستان

من و ژاله سرمست محصل فزیک-نجوم پوهنتون (یل)، به نماینده ګی از انجمن نجوم افغان در مورد فعالیت های این انجمن در برنامه صبح بخیر تلویزیون ملی دعوت شده بودیم. حین قدم زدن در دهلیزهای رادیو تلویزیون یادم آمد که همین دیوارها، باری صدای پای هنرمندان شقیقه درشت و حنجره طلایی همچون احمدظاهر و ممثلین خوش سیما و قد بلند همچون فضل رحیم سیلی و رهبران عدالت‌پسند و وزیران کارکن ایشان را انعکاس داده و امروز صدای پای من را منعکس میکند. شانه هایم را زیر بار ګران احساس میکردم و سخت زیر تاثیر بودم. احساس میکردم کاری میکنم که اصلا از توان پوره نیست. چون همین سټیشن پنجاه سال قبل به فضا نشینان پیام های کِشت، محبت و خنده ممثلین را ارسال می‌نمود، درین روزها پیام های کُشت، نفرت و ګریه های مجروجین را ارسال می‌نماید. ما چقدر به عقب رفتیم... ما چقدر به عقب رفتیم

د راتلونکې وړاندوېنه کولی شو؟

  لیک: سټیفن هاوکینګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    پخوا زمانو کې، نړۍ په بشپړ ډول تصادفي/خپل‌سرې ګڼل کېدله. ناورینونه لکه سېلاب، طاعون، زلزلې او اورغورځونې بې‌دلیله ګڼل کیدل او وړاندوېنه یې نه کېدله. لومړنیو انسانانو دغه شان طبیعي پدیدې د خدایانو او الهو له لورې ګڼلې. د دوی د خدایانو کارونه د وړاندوېنې نه وو. په هیڅ صورت نه پوهېدل چې خدای به څه پېښ کړي. معبدونو ته د تحفو په وړلو او ښه عمل ترسره کولو سره به دوی د خدای پام ځانته اړولو. ډېري کسان لا هم په همدې باور دي او هڅه کوي د خدای په خوشالولو سره خپل تقدیر ښه کړي. دوی په آزموینه کې د بریالي کېدو او ښې نُمرې ترلاسه کولو لپاره، ښه کارونه او مهربانه چلن کوي.    سوکه سوکه د طبیعت منظم تکرارېدونکې پدیدو ته د خلکو پام شو. دغه تکرارېدونکې پديدې د آسماني اجسامو په حرکت کې بېخي څرګندې وې. ځکه خو ستورپوهنه له تاریخي پلوه لومړی علم ګڼل کیږي. کابو درې سوه کاله پخوا نیوټن ستورپوهنې ته قوي ریاضیکي بنسټونه کېښودل. د نیوټن جاذبه نظریې په مرسته لاهم د آسماني اجسامو د حرکت وړاندوېنه کیږي. د ستورپوهنې په متابعت سره، ټولو ته جوته ...